سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په تازه مذهبي نښتو کې ۴۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.
د پاکستان د شمال لویدیځ په مذهبي تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سیکرټر ندیم اسلم چوهدري ویلي؛ په قبایلي ضلع کې د وژنو وروستی پړاو د جمعې پر شپه هغه مهال پیل شو، چې وسلوالو د دې ولسوالۍ پر یوه کلي برید وکړ.
دغه ایالتي چارواکي زياته کړې: د تېرې شپې دا وژنه په پاراچنار سيمه کې د وسلوالو د بريد په غچ کې رامنځته شوې، چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ او ژوبله هم واوښته. په دغه ځوابي برید کې د پټرولو پمپ ته چاودنه هم ورکړ شوې، چې په کې عامه شتمنیو ته هم زیان اوښتی دی.
چوهدري ويلي؛ لوړ پوړي دولتي چارواکي به د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، چې روانې شخړې ورسره پای ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې پنجشنبې راپدېخوا ۵۸ کسان وژل شوي دي. تېره اوونۍ په پاړه چنار کې د شیعهګانو پر یوه بس د برید له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي.
