نړۍ
د پاکستان په سویل کې د ریلګاډي له ټکره د مړیو شمېر ۵۶ ته لوړ شو
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان د سند ایالت په ډهراکي سیمه کې پرون د دوه مسافر وړونکيو ریلګاډو د ټکر له کبله ۵۶ کسان مړه شوي او له سل ډېر نور ټپیان دي.
دا ټکر هغه وخت رامنځته شو، چې یو ریل له کراچۍ سرګودا ته روان و او تر سپېده چاود مخکې له بل ریل سره، چې له راولپنډۍ را روان و؛ ټکر شو.
د پاکستان د اورګاډي او اردو خبري آژانسونو ویلي، د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.
دې ریلګاډو ۱۳۳۸مسافر لېږدول.
د پاکستان د اوسپنیزې کرښې ادارې پرون ویلي وه؛ دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې ملت اکسپریس د سرګودا په اړوند سیمه کې له کرښې ووت.
د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له کرښې څخه د ملت ایکسپریس ریل ګاډی له وتلو سره سم یې د سر سعید ایکسپریس له ریل ګاډي سره، چې له راولپینډۍ یې حرکت کړی و؛ ټکر وکړ.
په ۲۰۰۵ کال کې هم د ریلګاډو له ټکره لږ تر لږه ۱۳۰ کسان مړه شوي وه.
نړۍ
په مکسیکو کې د اور لګېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شول
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
د مکسیکو په شمال لویدیځ ښار هرموسیو کې د مړو د ورځې د نمانځلو د وروستۍ اوونۍ پر مهال یوه دردوونکې پېښه رامنځته شوه، چې له کبله یې د والډوس یوه پلورنځي اورواخیست او لږ تر لږه د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې ډېری قربانیان د زهرجنو لوګیو د تنفس کولو له کبله مړه شوي دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلوډیا شینباوم په پاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او څرګندوي، چې له ټپیانو سره د مرستې لپاره مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې دي.
د اور لګېدو لامل تر دې دمه نامعلوم دی؛ خو ګومان کېږي، چې د برښنا شارټۍ له کبله اورلګېدنه رامنځته شوی وي.
د ښار چارواکو ټینګار کړی، چې دا پېښه د کوم برید پایله نده.
نړۍ
اسرائیل په غزه کې برید ته د ځواب حق لري – ټرمپ
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د امریکا پر ملاتړ اوربند له خطر سره مخ ندی؛ که څه هم اسرائیلو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي او ۲۶ کسان یې ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي؛ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي، چې پېنځه یې د بورایج کډوالو کمپ په یوه کور کې، څلور یې د غزې ښار د صبرا د سیمې په یوه ودانۍ کې او پېنځه یې په خان یونس کې پر یوه موټر د برید پر مهال ووژل شول.
ټرمپ زیاته کړې:” هیڅ شی اوربند له خطر سره نه مخ کوي؛ تاسې باید وپوهیږئ، چې حماس یو اسرائیلي عسکر وواژه؛ نو اسرائیلیانو ځواب ورکړ او دوی باید ځواب ورکړي.” اسرائیلي پوځ د سرتېري مړینه تائید کړې ده.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه د خپل غبرګون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وایي، چې دوی د بېړنیو او ځواکمنو بریدونو امر کړی دی. د اسراییلو یوه پوځي چارواکي ویلي، چې حماس د ژیړې کرښې په اوږدو کې پر اسرائیلي ځواکونو برید کولو سره اوربند مات کړ.
د امریکا پر ملاتړ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر لسمه نافذ شو او له دوه کلنې جګړې وروسته یې تاوتریخوالی پای ته ورساوه. دا برید د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر په میاشت کې پر اسرائیلو د حماس له مرګوني بریدونو وروسته پیل شول. دواړه خواوو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړي دي.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی: “که دوی (حماس) ښه چلند وکړي؛ نو دوی به خوشحاله وي او که دوی ښه چلند ونکړي؛ نو د دوی ژوند به په خطر کې وي او دوی به مسوول وي.”
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د غزې د سویلي برخې په رفح کې پر اسرائیلي ځواکونو د برید مسوولیت رد کړی او د اوربند تړون ته ځان ژمن ګڼي.
تازه خبرونه
پوتین دې له د توغندیو د آزمایلو پرځای د اوکراین جګړه ودروي
رویټرز خبري سرچینې نن دوشنبه (د لړم پېنځمه) څرګنده کړې؛ ټرمپ د روسيې د اټومي توغندیو آزمایښت نااړینه چاره ګڼلې او پوتين ته سپارښتنه کوي، چې د اوکراین د جګړې ختمېدا ته دې پام راواړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين دې له اټومي انرژۍ څخه د برخمنو توغندیو د آزمایلو پرځای په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
رویټرز خبري سرچینې نن دوشنبه (د لړم پېنځمه) څرګنده کړې؛ ټرمپ د روسيې د اټومي توغندیو آزمایښت نااړینه چاره ګڼلې او پوتين ته سپارښتنه کوي، چې د اوکراین د جګړې ختمېدا ته دې پام راواړوي.
ټرمپ ویلي؛ که روسیه د اوکراین جګړه پای ته ونهرسوي؛ نو ښايي له اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف پوتین ته ویلي؛ له اټومي انرژۍ برخمن بوروستنیک کروز توغندی بریالی آزمویل شوی، چې نه یوازې هر دفاعي ډال ماتولی شي، بلکې ۱۴۰۰۰ کیلومټره(۸۷۰۰ میله) واټن یې وهلی او شاوخوا ۱۵ ساعته په هوا کې پاتې هم و.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
د هوا حالاتو بدلونونه1 day agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoپه استانبول کې د افغانستان او پاکستان د اوربند خبرو بیا پیلېدا
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه2 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
