سیمه ییز خبرونه
د پاکستان په شمال کې ناڅرګندو وسلهوالو د یوه بس ۸ سپرلۍ وژلي
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2023/12/chilas.jpg)
سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ تېره ورځ د پاکستان په شمال کې چیلاس ښارګوټي ته نږدې وسلهوالو پر یوه بس برید کړی؛ اته کسان یې وژلي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.
رویترز ته د سیمهییز حکومت ویاند محمد علي جوهر ویلي، د شنبې پر ورځ ماښام مهال وسلهوالو پر یوه بس ډزې کړي او زیانمن سیمهییز روغتون ته رسول شوي دي.
سمدستي کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نهده اخستې او نه هم د ډزو د انګېزې په اړه څه ویل شوي دي.
چیلاس له خیبرپښتونخوا ولایت سره نږدې د ګلګت بلتستان په غرنۍ سیمه کې پروت دی، چې په وروستیو کلونو کې ترې د بریدونو ډېر راپورونه ورکړ شوي، چې د ځینو پړه یې تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.
چیلاس د سیلانیانو لپاره یو د یاد وړ تمځای دی، چې ورسره نږدې د چین پر ملاتړ د اوبو یو بند هم پروت دی.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان د عمران خان د ګوند پر فعالیتونو د بندیز لګولو تر څنګ پر هغه د خیانت قضیه هم ثبتوي
طراړ زیاته کړې؛ حکومت به د پاکستان د اساسي قانون پر اساس د خیانت پر تور د پخواني لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر عارف علوي پر ضد هم سترې محکمې ته قانوني غوښتنه وړاندې کړي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/PTI-supporters.jpg)
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ په پام کې ده، چې حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر سیاسي ګوند بندیز ولګوي او د دغه هېواد ستره محکمه د هغه پر ضد د خیانت تور لګولو ته وهڅوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله طراړ ویلي؛ پر تحریک انصاف د بندیز لګولو هڅه په پاکستان کې د غیرقانوني سرچینو څخه د بهرنیو پیسو د ترلاسه کولو او تېر کال پر پوځي تاسیساتو د برید له کبله په پام کې نیول شوې ده.
هغه ويلي: وفاقي حکومت به د پاکستان د تحريک انصاف د فعاليتونو د بنديز لپاره اړوند قضیه راپورته کړي.
طراړ زیاته کړې؛ حکومت به د پاکستان د اساسي قانون پر اساس د خیانت پر تور د پخواني لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر عارف علوي پر ضد هم سترې محکمې ته قانوني غوښتنه وړاندې کړي.
د عمران خان سلاکار ذوالفقار بخاري ویلي، دا پرېکړه د نرمې پوځي واکمنۍ پر لوري یو ګام دی.
هغه زیاته کړې: دا د وېرې او وحشت نښه ده؛ ځکه دوی پوهیدلي، چې محکمې نشي ګواښلی او فشار نشي راوستلی.
دغه راز پاکستان باید د پیسو نړیوال صندوق څخه د اووه میلیارد ډالرو د ترلاسه کولو لپاره د کرنې عایداتي مالیې دزیاتولو ته ورته اصلاحات وکړي.
د پاکستان سترې محکمې تېره اوونۍ پرېکړه وکړه، چې تحریک انصاف ګوند په پارلمان کې له شل اضافي څوکیو برخمن وګرځوي او پر کمزوري ائتلافي حکومت فشارونه زیات کړي.
د تحریک انصاف نوماندان له هنغې وروسته د آزادو نوماندانو په توګه یوځای شول، چې د فبرورۍ د اتمې نېټې په ټاکنو کې له ګډون منع شول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي؛ حکومت به په پارلمان کې د مخصوصو څوکیو د قانوني بیا کتنې غوښتنه وکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د عمران خان پر ګوند د بندیزونو په لاملونو کې د واشنګټن هغه هڅه هم اغېزمنه ده، چې د امریکا د استازو مجلس د پاکستان د ټاکنو پر وړاندې د یوه پرېکړه لیک ملاتړ وکړي او د پیسو نړیوال صندوق ته لیک وړاندې کړي، چې دې هېواد ته د مرستو له ورکولو مخکې د ټاکنو په اړه څېړنې وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د تحریک انصاف د بندیز پر هڅه خواشیني شوي او حکومت باید خپله پرېکړه بېرته واخلي.
خان، چې د تېر کال له اګست راپدیخوا په زندان کې دی؛ د شنبې پر ورځ د خپلې درېیمې میرمنې سره د غیرقانوني واده له تورونو څخه بري ووت؛ خو وروسته له هغې، چې چارواکو د بیا نیولو امر صادر کړ، په زندان کې پاتې شو.
خان په ۲۰۱۸ کې واک ته ورسېد او په ۲۰۲۲ کې د پاکستان له ځواکمن پوځ سره د خرابو اړیکو وروسته له واکه لرې شو.
سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ناقانونه واده سزا لغو شوه
عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي د اسلامي شریعت خلاف له طلاق وروسته ژر د واده کولو پر تور پر اووه کاله بند محکوم شوي وه.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/01/Imran-Khan.jpg)
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړ، چې د پاکستان یوې محکمې د شنبې پر ورځ د ناقانونه واده له کبله د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محکومیت لغو کړ؛ خو هغه به د خلکو د پارولو پر تور اوس هم په زندان کې پاتې وي.
عمران خان او درېیمه میرمن یې بشرا بي بي په فبروري کې د اسلامي شریعت خلاف له طلاق وروسته ژر د واده کولو پر تور پر اووه کاله بند محکوم شوي وه.
د اسلامآباد د یوې محکمې قاضي افضل ماجوکا د محکمې د غونډې پر مهال ویلي: د عمران خان او بشرا بي بي د دواړو استیناف غوښتنه منل شوې ده.
د خان پر مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه ویاند هم ویلي، چې پر خان لګېدلي تورونه رد شوي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم ویلي، چې د خان بند قانوني بنسټ نلري او د سیاسي اغراضو ښکار شوی دی.
خان د هغه د ګوښه کیدو پړه د هیواد پر ځواکمنو پوځي جنرالانو اچولې. رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان هیڅ لومړي وزیر له ۱۹۴۷ راپدیخوا د اساسي قانون پېنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې.
اړوند خبرونه:
د ټاکنو په وروستۍ شمېرنه کې د عمران خان خپلواک ملاتړي مخکښ شول
سیمه ییز خبرونه
ایران د څارګرو الوتکو او توغندیو تولید پراخوي – رویټرز
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې تهران ته نږدې د توغندیو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰ نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
![](https://www.ariananews.af/wp-content/uploads/2024/07/Satellite-Iran-1.jpg)
رویټرز خبري سرچینې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په ایران کې د څارګرو الوتکو او توغندیو د تولید وړتیاوې مخ پر پراځېدو دي.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې تهران ته نږدې د توغندیو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰ نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د دې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د سپوږمکۍ وروستي انځورونه د ایران د بالستیک توغندیو د جوړولو په دوه مرکزونو کې د پام وړ پراخوالی ښیی، چې امریکایي څېړونکیو یې د ارزولو چارې پر غاړه اخیستې دي.
رویټرز د دې سایټونو پراختیا د اوکتوبر۲۰۲۲ د هوکړې دوهیمه هغه بولي، چې تهران روسیې ته د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې د کارولو لپاره توغندي ورکړي وه.
دغه زاز زیاتوي، چې تهران د یمن حوثي یاغیانو ته بې پیلوټه الوتکې لېږي او په لبنان کې د حزب الله ملیشو ته راکټونه ورکوي.
رویټرز لخوا بیاکتل شوي انځورونه ښیي، چې ودانۍ د خاورو پر غونډیو له سترګو پټې ساتل شويي، چې له چاودنو څخه د اورلګېدنې مخه ونیسي.
د ایران توغندي اوسمهال په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی دي او اټکل کیږي، چې د ډیزاین شويو ماډلونو په ګډون به له ۳۰۰۰ څخه د ډېرو توغندیو وړتیا ولري.
کارپوهانو ویلي، چې دغه توغندي د دودیزو او اټومي خولیو د لېږد وړتیا هم لري.
په دې اړه درې ایراني چارواکو تائید کړې، چې یاد شوي دوه سایټونه د دودیزو بالستیک راکټونو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره جوړیږي.
یوه ایراني چارواکي ویلي: ولې یې مونږ نشو کولی؟
یو بل چارواکي یادونه کړې، چې ځینې نوې ودانۍ د دوه چنده څارګرو د جوړولو وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تهران له دې مخکې روسیې او حوثیانو ته د بې پیلوټه الوتکیو او د توغندیو د سپارلو خبره رد کړې وه.
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده
-
تازه خبرونه4 days ago
امریکا له اسلامي امارت سره مستقیمه مالي مرسته نه کوي
-
لوبی3 days ago
په پاریس اولمپیک کې د نرینه فوټبال په اړه له اړینو ټکو ځان خبر کړئ
-
تازه خبرونه3 days ago
د مس عینک پروژې د سړک جوړولو کار پیل شو
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیواله ټولنه د مرستو پر ځای غوښتنې کوي – امیر خان متقي
-
تازه خبرونه3 days ago
په دوحه کې د افغانستان په اړه څلورمې غونډې ته چمتووالی روان دی
-
تازه خبرونه4 days ago
په مکه او مدینه منوره کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي – د حج او اوقافو وزارت
-
تازه خبرونه3 days ago
ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده – درانی