تازه خبرونه

د پاکستان په کورمه کې ۷ ورځني اوربند رامنځته شو

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا د کورمې په اړوند  سیمه کې شیعه او سني مذهبي ډلو د سیمه‌ییزو حکومتي ادارو او قومي مشرانو پر منځګړیتوب پر اووه ورځني اوربند هوکړه وکړه.

د منځګړي پلاوي غړی او د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند محمد علي سیف رسنیو ته په خبرو کې ویلي؛ دواړو لوریو پر ۷ ورځني اوربند هوکړه کړې، چې په بهیر کې به یې د ښځو او ماشومانو هم په ګډون زندانیان خوشې او مړي هم تبادله شي.

ویل کیږي، چې دا جګړې پر مسافر وړونکیو موټرو د ناڅرګندو وسلوالو له برید وروسته پیل او په کې له ۶۷ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version