تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم پر مدرسه او عامو سیمو هوایي بریدونه کړي ـ پوهنې وزارت

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

Published

on

د پوهنې وزارت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له ټولو اسلامي، انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه وکړه او ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د مٙرغې کلي پر فاروقیه مدرسه او د ننګرهار بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ پر کور او نورو سیمو وحشيانه بریدونه وکړل.

 د دې وزارت ویاند ویلي: په دې بریدونو کې د فاروقیې مدرسې یو طالب العلم زخمي او د بهسود ولسوالۍ اړوند ٨  د ښوونځیو زده‌کوونکي، چې پېنځه هلکان او درې نجونې وې شهیدان شوي او همدارنګه لسګونه نور بې‌ګناه افغانان، ماشومان او سپین‌ږیري، سپين سرې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوایي بریدونو کې تعلیمي مرکز وېجاړ او د قرآن کریم نسخې او نور دیني کتابونه وسوځېدل.

دا نه بښونکې وحشیانه کړنې ښيي، چې د پاکستان پوځي رژیم دښمني یوازې د افغانانو له ژوند سره نه، بلکې د افغانانو له دین، زده‌کړې، ښوونیزو مرکزونو او فرهنګي بنسټونو سره هم ده.

Trending

Exit mobile version