تازه خبرونه
د پاکستان ځانګړي استازي له امیر خان متقي سره ولیدل
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې د پلاوي پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د متقابل باور په فضا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي او له هر هغه عمل یا څرګندونو څخه ډډه وکړي، چې د خلکو د کرکې لامل کیږي یا د خلکو احساسات راپاروي.
د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان ژورې اړیکې لري او دا اړینه ده، چې ستونزې وارزول شي، چې څنګه حل شي.
هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړي او هیله من شو، چې دا سفر به د دواړو خواوو لپاره مثبتې پایلې ولري.