لوبی
د پاکستان کرکت ملي لوبډله به په راتلونکې میاشت کې له افغانستان سره درې لوبې وکړي

د پاکستان کرکت بورد مشر څرګنده کړی، چې د افغانستان ملي لوبډله به د مارچ میاشتې په وروستیو کې له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.
د پاکستان کرکت بورد مشر نجم سیتي اعلان کړی، چې له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره به د آسترالیا د لوبې د لغو کېدو د جبران لپاره له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.
هغه د یکشنبې پر ماښام (د سلواغې ۱۶) تویت کړی، چې د پاکستان کرکت ملي لوبډله به د مارچ میاشتې په وروستیو کې له افغانستان سره درې شل آووریزې لوبې وکړي.
د پاکستان کرکت بورد مشر زیاته کړې: مونږ پر ورین تندي اعلان کوو، چې مونږ به د آسترالیا د لوبې لغو کولو د جبران لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره لوبه وکړو.
له دې مخکې د پاکستان کرکت بورد مشر ویلي، چې له افغانستان کرکت ملي لوبډلې سره به درې شل آووریزې لوبې وکړي؛ خو پدې شرط، چې د پاکستان حکومت یې تصویب کړي.
هغه ویلي وه: په حقیقت کې مونږ دغو سیالیو ډېر لیواله نه یو. که یې وګټو او یا هم ماتې وخورو، دا به کوم اغېز ونلري؛ ځکه، چې مونږ دواړه ( افغانستان او پاکستان ) نړیوال جام ته لار موندلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې آسترالیا په افغانستان کې د ښځو د زدهکړو، کار، مدني او ټولنیزو آزادیو په برخه کې د اسلامي امارت د بندیزونو په غبرګون او اعتراض کې له افغانستان سره درې پنځوس آووریز سوپر لیګ سیالۍ لغو کړې.
لوبی
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول

د افغانستان کرکت بورد د سې شنبې پر ورځ ( د وري لومړۍ نېټه) د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ آووریزو سیالیو لپاره د هېواد د کرکت ملي لوبډلې د لوبغاړیو نوملړ اعلان کړ.
ټاکل شوې د دغو سیالیو لړۍ، چې په کې درې لوبې کیږي؛ ټاکل شوې د جمعې پر ورځ ( د وري څلورمه) د عربي متحده اماراتو په شارجه ښار کې پیل شي.
د افغانستان لخوا په اعلان شوې لوبډله کې ۱۷ لوبغاړي او لوبډلمشر راشد خان په ډاګه شوي دي.
صدیق الله اتل، چې په توپ اچونه کې مهارت لري؛ د لومړي ځل لپاره په نړیوالو لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره شامل شوي دي.
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي هم په دې ترکیب کې ونډه لري.
د افغانستان د کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي: زمونږ لوبډله په روزنیز کمپ کې ډېر کار کړی او انتخاب کوونکیو د دې سیالیو لپاره غوره لوبغاړي غوره کړي دي. زه ډاډه یم، چې زمونږ لوبډله به خپله غوره کارکردګي وښيي او زمونږ ملت پرې ویاړي. مونږ په دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې بریا غواړو او هیله لرو، چې د دوی بریا وګورو.
هغه زیاته کړې: همدارنګه، مونږ د دواړو سترو لوبډلو ترمنځ پر زړه پورې سیالۍ ته سترګې په لار یوو. دواړه هېوادونه پر زړه پوری مینهوال لري، چې په لیوالتیا او ویاړ سره د خپلو لوبډلو ملاتړ کوي. مونږ د ګاونډیانو په توګه ځانګړې اړیکه لرو او هیله من یم، چې نه یوازې مو لوبډله د کرکت مهارتونه، بلکې زموږ د ملګرتیا او سپورت روحیه هم وځلوي. مونږ دواړو لوبډلو ته د بریا هیله کوو او هیله لرو، چې په ټوله نړۍ کې د کرکت مینهوال له دې لوبو خوند واخلي.
د افغانستان د لوبډلې جوړښت:
راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، صدیق الله اتل، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځي، کریم جنت، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، نور احمد، مجیب الرحمن، فرید احمد، فضل الحق نقیب او فاروقي.
دغه راز؛ ننګیال خروټيی، ظاهر خان او نجات مسعود مو مل لوبغاړي دي.
لوبی
افغانستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش پر ۷ ویکټو مات کړ

افغانستان د شنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له ۱۹ کلنو څخه د ټیټ عمره لوبډلو د درې اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دېش څخه پر ۷ ویکتو وګټله
بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۲.۵ آوورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۷۵ منډې جوړې کړې.
بشير احمد څلور او کامران هوتک درې لوبغاړي وسوځول او خلیل احمد هم دوه ویکتې واخیستې.
افغانستان دغه هدف په ۹.۵ آوورونو کې د لوبغاړیو پر سوځېدو پوره کړ، چې سهیل خان ۳۳ او محمد هارون ۲۱ منډې جوړې کړې.
افغانستان به د چارشنبې پر ورځ خپله بله لوبه له سریلانکا سره ترسره کړي.
لوبی
بنګله دیش د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه

د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټیټ عمرې لوبډلې د چارشنبې پر ورځ په ابوظبي کې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ځوانانو ته په دوهیمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان لوبډلې وړمه ورځ بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او په دې حساب د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه لوبو لړۍ یوه – یوه مساوي شوه.
بنګله دیش په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ۴۹.۳ آوورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۳۱ منډې یې جوړې کړې.
د دوی لپاره محمد شهاب جیمز ۹۸ منډې کړې او ورپسې پرویزالرحمن جبون ۴۸ هغه جوړې کړې.
د افغانستان لپاره یما عرب څلور او فریدون داوودزي دوه ویکتې واخیستې.
په ځواب کې افغانستان په ۴۵.۴ آوورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې، ۸۸ منډې یې سهیل خان ترسره کړې دي.
دواړه لوبډلې به اوس د سریلانکا له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره په درې اړخیزه سیریز کې برخه واخلي، چې د شنبې پر ورځ په ابوظبي کې پیل شي.
-
لوبی2 days ago
له پاکستان سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د سیالیو لوبغاړي په ډاګه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
یو آسترالیایي پخوانی سرتېری د جنګي جنایت پر تور ونیول شو
-
سوداگري4 days ago
د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په عوایدو کې ۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی
-
نړۍ4 days ago
د شمالي کوریا مشر کیم اتومي برید ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه
-
نړۍ5 days ago
په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه2 days ago
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
-
سوداگري3 days ago
د اړتیا وړ خوراکي توکو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه راټیټ شوی