تازه خبرونه
د پاک – افغان همکارۍ فورم ۳۱۰ ټنه مرسته افغان چارواکو ته وسپارل شوه
د پاک – افغان همکارۍ فورم په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره افغان چارواکو ته ۳۱۰ ټنه خوراکي او ژمنۍ مرستې وسپارلې.
د همکارۍ فورم د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، د مرستو بار دوه ویشت لارۍ د دوشنبې پر ورځ د تورخم پولې ته ورسیدې.
دا مرستې د مسلم هینډز انټرنیشنل په همکارۍ هغو زرګونه افغانانو ته، چې د روان اقتصادي بحران په ترڅ کې د خوراکي توکو له پوره کمښت سره دي، دهوساینې لپاره ترسره شوې دي.
