تازه خبرونه

د پخواني رژیم له نسکورېدو وروسته د امریکا ستر هدف کورنۍ جګړه وه

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د دفاع وزارت چارسمبالي  ویلي؛ امریکا او متحدینو یې نه یوازې په نظامي ډګر، بلکې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې هم د اسلامي امارت پر وړاندې زنګون وواهه او له افغانستان څخه ووتل.

Published

on

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ويلي؛ اسلامي امارت د پخواني رژیم د نسکورېدو په لومړیو ورځو کې د ځانګړي مهارت پر کارولو وکولی شول، چې وضعیت کنټرول کړي، ځکه د داخلي شخړو احتمال تر ټولو لویه اندېښنه وه.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د دفاع وزارت چارسمبالي  ویلي؛ امریکا او متحدینو یې نه یوازې په نظامي ډګر، بلکې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې هم د اسلامي امارت پر وړاندې زنګون وواهه او له افغانستان څخه ووتل.

محمد یعقوب مجاهد له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې ویلي، چې په تېرو درې کلونو کې پر افغان خاوره هیڅ بريد بې ځوابه ندى پاتې شوى او له پيله يې د اردو پر جوړولو پيل کړى دى.

محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ په هغو خبرو کې، چې د ۱۳۹۸ لمریز لېږدیز کال د کب میاشتي پر لسمه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک لپاره وشوې، داسې هوکړه وشوه، چې: امریکا او متحدین به له افغانستان څخه وځي او هیڅ بهرني ځواکونه به افغانستان ته نه رالیږي.

هغه زیاته کړې، چې تړون ځینې پټې ضمیمې هم درلودې.

د هېواد دې دفاعي لوړپوړي چارواکي ويلي، چې د پخواني دولت له نسکورېدو وروسته مسوولیت د دفاع وزارت پر غاړه شو. د دې وزارت شتمني یوازې ودانۍ وه او د دفاعي ځواکونو د جوړښت لپاره یې له صفر پيل وکړ او اوس‌مهال د منظمې اردو خاوندان دي.

محمد یعقوب مجاهد د افغانستان په آسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د بې جوازه الوتنو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د دغو سرغړونو مخه ونیسي او په دې برخه کې مسوول دی. که څه هم په دې برخه کې د بریالیتوب دقیق وخت نشي ټاکلی؛ خو ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته په افغان خاوره کې کوم غبرګون ندی ښودل شوی.

Trending

Exit mobile version