تازه خبرونه
د پروان ولایت مرکز چاریکار د امام ابوحنیفه ښار ونومول شو
د پروان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د مرکز نوم له چاریکار څخه پر «امام اعظم» بدل کړی دی.
د پروان والي عبید الله امین زاده ويلي، چې پر ښارونو د ښو نومونو ايښودل د خلکو پر کړنو اغېز کوي او ښارونه بايد ښه معنا او ښه مفهوم ولري.
د پروان والي عبيدالله امين زاده وايي: ښه نوم د خلکو پر چلند او ښار دواړو اغېز کوي. ورکړ شوی نوم باید په ساینسي، فرهنګي، مذهبي، یا سیاسي لحاظ معنیا ولري.
د دغه ولايت يو شمېر سيمه ييز چارواکي وايي، چې امام اعظم له چاريکار ښار سره تړاو لري؛ نو دغه ښار يې پر نوم نومول يو وياړ ګڼل کېږي.
د پروان والي مرستيال محمد ادريس انوري ويلي: امام ابوحنيفه رحمة الله زمونږ په ښار پورې اړه لري… دا تر ټولو ستر وياړ دى.
نعمان بن ثابت، چې په امام ابوحنیفه مشهور دی، د حنفي مذهب بنسټ ایښودونکی دی، چې یو له څلورو سني مذاهبو څخه دی.
د یادونې ده، چې د پروان والي وياند حکمت الله شميم ويلي: د پروان والي عبيدالله امين زاده په یوه مشورتي ناسته کې د ښاروالۍ هغه وړانديز، چې د چاريکار ښار او د دغه ولايت د څلورلاري نوم دې د امام ابوحنيفه رحمة الله په نوم بدل شيی؛ منظور کړی دی.
