نړۍ

د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله‌وال پر ډزو کې ووژل شو

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

Published

on

د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسله‌وال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووه‌لسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.

 په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نه‌دي.

د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.

ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

Trending

Exit mobile version