تازه خبرونه
د پوهنتونونو د لابراتوارونو لپاره د ۲۷۰ میلیون افغانیو پر ارزښت تجهیزات واخیستل شول
د دې وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په پورته ذکر شویو تجهیزاتو کې د ساینسي تجربو لپاره لوی او کوچني ماشینونه او کیمیاوي مواد شامل دي، چې ژر تر ژره به د کارولو لپاره پورته ذکر شویو تعلیمي ادارو ته وسپارل شي او په دې توګه به د یادو تعلیمي ادارو لابراتوارونه د زدهکړیالانو د عملي کار لپاره فعال شي.
د لوړو زدهکړو وزارت په یو بېساري هڅه کې د ټولو دولتي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لپاره د ۲۷۰ میلیون افغانیو پر ارزښت لابراتواري تجهیزات او وسایل وپېرل، چې خپل لابراتوارونه پر عصري او معیاري تجهیزاتو سمبال او فعال کړي.
د دې وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په پورته ذکر شویو تجهیزاتو کې د ساینسي تجربو لپاره لوی او کوچني ماشینونه او کیمیاوي مواد شامل دي، چې ژر تر ژره به د کارولو لپاره پورته ذکر شویو تعلیمي ادارو ته وسپارل شي او په دې توګه به د یادو تعلیمي ادارو لابراتوارونه د زدهکړیالانو د عملي کار لپاره فعال شي.
د همدې موخې لپاره د لوړو زدهکړو وزارت څه وخت مخکې د دې وزارت په مرکز کې یوه اووه ورځنۍ غونډه جوړه کړه، چې موخه یې د تعلیمي موسسو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو د لابراتوارونو جوړول او تجهیز کول دي، چې لابراتواري اړتیاوې یې په سمه توګه پرګوته او د دغو څانګو لابراتوارونه فعال شي، چې له نېکه مرغه د لوړو زدهکړو وزارت د هڅو پر مرسته دا وسایل وپېرودل شول.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته؛ د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد د تعلیمي بنسټونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د زدهکړیالانو اړتیاوو ته پر پاملرنه یې د عملي کار د ترسره کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.