تازه خبرونه

د پکتیا په ګردېز ښار کې د پولیو واکسین یو کارکوونکی ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آریانا نیوز ته تائید کړه، چې بریدګر نیول شوی دی.

Published

on

د راپورونو له مخې؛ د افغانستان د جنوب ختیځ پکتیا ولایت ګردیز ښار کې د دوشنبې پر ورځ (د غبرګولي پېنځمه) د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون د دوه‌یم پړاو کمپاین پر لومړۍ ورځ ناڅرګندو وسلوالو یو واکسیناتور وژلي او یو بل له سیمې تښتېدلی دی.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې یوه بریدګر د دې کمپاین پر دوه کارکوونکو برید وکړ؛ یو یې په سیمه کې ساه ورکړه او دوه‌یم وتېښتېد او یوه نږدې جومات ته پر پناه وروړلو بریالی شو.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت هم دا پېښه تائید کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع آریانا نیوز ته تائید کړه، چې بریدګر نیول شوی دی.

قانع وایي: “مجرم د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.”

Trending

Exit mobile version