تازه خبرونه

د پکتیکا د عامې روغتیا مشر له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا مشر داکتر حکمت الله عصمت د پنجشنبې پر سهار څرګنده کړې؛ مونږ د چارشنبې پر ورځې د افغانستان په سویل ختيځو سيمو کې د ۶ اعشاریه یوې درجې زلزلې له قربانيانو او زیانمنو سره بشري مرستو ناهیلې کړي یو.

داکتر حکمت الله عصمت د آریانا نیوز له مرستندویې ډلې سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه یوازې د پکتیکا څه باندې درې زره کورنۍ بېړنۍ سرپناه، خواړو او د څښاک پاکو اوبو ته اړ دي.

هغه ویلي، چې سلګونه کورنیو خپل خوږ ژوند له لاسه وکړی او د مرګ و ژوبلې وروستی شمېر هم معلوم ندی؛ ځکه، چې د لرې پرتو سيمو قربانيان روغتون ته رالېږدول شوي ندي.

هغه وایي، چې په دې لرې پرتو سیمو کې ژوندي پاتې شوي کسان دمګړۍ خپل قربانیان ښخوي.

له آریانا نیوز سره یوه ژوندي پاتې شوي کس ویلي، چې خپلې ۲۴ کسیزې کورنۍ ۱۸ غړي یې له لاسه ورکړيٍ دي.

که څه هم په رسمي توګه د مړیو شمېر نږدې ۱۰۰۰ کسان ښودل شوي؛ خو چارواکي وایي، چې دا شمېر به نور هم لوړ شي.

دا زلزله د چارشنبې پر ورځ  سهار وختي له دوه بجو مخکې رامنځته شوې، چې زیاتره خلک پر خوب ویده ول او په زرګونه کلیوال کورونه رانړېدلي، چې په پایله کې یې د تلفاتو کچه مخ پر لوړېدو ده.

Trending

Exit mobile version