تازه خبرونه
د پکتیکا زلزله ځبلي د مرستو د وېش له بهیره ناراضه دي
په پکتیکا کې له وروستۍ زلزلې ځپل شوي کسان پر خلکو د مرستو د وېش بهیر ناعادلانه بولي او زیاتوي، چې د راټولو شویو مرستو لږه برخه مستحقو کسانو ته رسېدلې ده.
د پکتیکا ولایت ګيان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې یې د زلزلې له کبله کورونه ويجاړ شوي او د کورنۍ يو شمېر غړي يې له لاسه ورکړي، له دولت څخه غواړي، چې زلزله ځپلیو خلکو ته د مرستو د وېش په بهیر کې روڼتیا رامنځته کړي.
په ګیان ولسوالۍ کې د زیانمنو شویو خلکو لپاره د مرستو د راټولولو د کمپ مسوولین که څه هم د مرستو د وېش په بهیر کې ځینې ستونزې مني؛ خو څرګندوي، چې مرستې باید په سمه توګه تر اړو او زیانمنو کسانو ورسول شي.
که څه هم له زلزلې وروسته د دولت، ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو لخوا دغې ولسوالۍ ته ډېرې مرستې رسېدلې؛ خو يو شمېر زيانمن شوي خلک د مرستو د وېش بهير ناعادلانه بولي او وايي، چې د مرستو ډېره لږه برخه خلکو ته وېشل شوې ده.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې د مرستو د وېش بهیر رون کړې.
د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حسین وايي: دا مرستې هیڅ ګټه نکوي؛ ځکه کله، چې زه یوه کوټه جوړوم، نو پر هرې خونې سل زره افغانۍ لګښت راځي. په دې توګه مونږ پېنځه زره هم ندي ترلاسه کړي او په پېنځه زرو هم هیڅ نکېږي ان د ورځني چای لګښت هم ندی.
د ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی عمرخان وايي: زمونږ غږ چا نه دی اورېدلی؛ څو ځله مو مراجعه وکړه، نن هم نغدي مرسته راغله او نوملیکنه یې کوله، خو یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ملاتړي او واسطه لري. په داسې حال کې، چې زمونږ کورونه له منځه تللي، هېچا مونږ ته پیسې نه دي راکړې.
د ګيان ولسوالۍ يو شمېر نور اوسیونکي وايي، چې په وروستۍ زلزله کې د دې ولسوالۍ خلکو ته د مرګ و ژوبلې تر څنګ ستر مالي زيانونه اوښتي او بايد د کورونو د جوړولو په برخه کې اساسي مرستې وشي.
د ګیان ولسوالۍ د مرستو راټولولو د کمپ مسوولین سید حسن که څه هم زیانمنو ته د مرستو د وېش په برخه کې ځینې ستونزې مني؛ خو وايي، چې مونږ د دې بهیر د شفافیت لپاره د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو څخه همکاري غوښتې ده.
په وروستۍ زلزله کې د پکتيکا په برمل او ګيان ولسواليو کې د استوګنې زرګونه کورونه ويجاړ شوي؛ خو حکومت وايي، هڅه کوي، چې د دغو کورونو د بيارغونې په برخه کې له زيانمنو شويو خلکو سره لومړنۍ مرستې وکړي.
