تازه خبرونه
د پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
د سېشنبې پر ورځ د پېښور جرګې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روانې نښتې ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د “پاکستان- افغانستان د سولې جرګه” چې د خیبر پښتونخوا سپایر بنسټ او ملي اصلاحاتو غورځنګ جوړه کړې وه؛ د سیاسي او مذهبي مشرانو، سوداګرو او رسنیو استازي یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي درولو او خبرو کولو ته سره راټول کړل.
ګډونوالو ګډو مذهبي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو ته په نغوته او اشاره کې ټینګار وکړ، چې پاکستان او افغانستان باید ډیپلوماټیکو حللارو ته لومړیتوب ورکړي.
دوی دوه اړخیزې اړیکې ژورې وبللې او خبرداری یې ورکړ، چې د جګړې دوام به د یادې کرښې دواړو غاړو ته خلک اغېزمن کړي.
جرګې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د بېړني اوربند او د پلي کولو غوښتنه وکړه او په یوه ګډ پرېکړه لیک کې یې له دواړو حکومتونو وغوښتل؛ ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د نړیوالو اصولو له مخې یې خاوره د یو او بل پر وړاندې نهکارول کیږي او دا غوښتنه پر بشپړ حکومتي واک پلې شي.
دوی ټینګار کړی، چې ټولې شخړې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ ځکه، چې جګړه د حل لار نده او سوله متقابل درناوي او همغږي رامنځته کوي.
جرګې همدارنګه د اړیکو پر ښه کولو، باور رامنځته کولو او د یو بل پر اړتیاوو پوهېدا ته د متقابل احترام غوښتنه وکړه.
جرګې پالیسي جوړونکو ته خبرداری ورکړ: محدودو ګټو ته دې اجازه نهورکوي؛ لوی ملي لومړیتوبونه، ګډ امنیت او د دواړو حکومتونو ترمنځ مذهبي او کلتوري اړیکې باید له ننګونو وژغورل شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې «سوله د پاکستان او افغانستان لپاره ترټولو لویه اړتیا ده.»
ویل کیږي، چې د جرګې غوښتنې هر اړخیز لوری خپلوي او د سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډیپلوماسۍ له لارې پر سوله او اوربند راڅرخیږي.