Connect with us

تازه خبرونه

د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له کبله په هر ساعت کې د نړۍ یو کس مري

خپور شوی

د

نن پنجشنبه ( د وري شپاړسمه / د اپریل څلورمه ) د ماین پاکۍ د زیانونو د پوهاوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې اوس هم له جګړې څخه پاتې شوي ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو د مړینې او ټپي کېدو لامل کېږي.

دې ټولنې په اوبپاڼه کې ليکلي، چې په منځنۍ کچه په هر ساعت کې يو کس د چاودېدونکیو توکو د چاودنې له کبله مړي يا ټپي کېږي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د قربانیانو لوی شمېر ماشومان دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د سې شنبې پر ورځ ( د وري څوارلسمه ) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره میاشت نږدې ۶۰ کسان، چې ډېري یې ماشومان دي؛ د ځمکنیو ماینونو قرباني کېږي.

دې بنسټ افغانستان یو له هغو هېوادونو یاد کړی، چې پر ماینونو ککړ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولي یا یوناما د څرګندونو له مخې؛ د ماین پاکۍ موسسو په وروستیو کلونو کې څه باندې ۳۰ زره کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه کړې، خو اوس هم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې له ایراني پلاوي سره وکتل

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له یوه ایراني پلاوي سره، چې  په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علیرضا بیګدلي یې ملتیا کوله د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د جبري ایستنې د پیل شوې څپې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د ایران سفیر بیګدلي له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دريځ مننه وکړه او هغه یې د دوه ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.

علیرضا بیګدلي هرات او نیمروز ته د خپل وروستی سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزئیات مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په اړه لیدنې مهمې وې؛ د افغانانو شکایتونو ته د رسېدنې پر موخه دوه اړخیزې کمیټې کار پیل کړی او تر دې مهاله د افغان راستنېدونکو ګڼې ستونزې اوارې شوې دي.

د ایران سفارت استازي زیاته کړې؛ ایران د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف او د وسایلو او توکو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې هم لغوه کړې دي.

همدارنګه نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت د سفارت او د ایراني لوري لخوا افغانان خپلو پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.

بیګدلي دا هم ویلي، چې لویه برخه افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

نوموړي له ایران څخه د افغانانو پر دواطلب ډول راستنېدلو ټېنګار وکړ او څرګندوي؛ ایراني چارواکي دې د افغانانو ستونزو ته پخپل وخت رسېدنه وکړي.

ویل کیږي، چې افغان لوري له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه پر یوه طرحه هوکړه کړې وه؛ خو په ایران کې د وروستیو حالاتو له کبله نیمګړې پاتې شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

جنوبي کوریا په افغانستان کې د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت یوه پروژه پلي کوي

دې بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دې پروژې موخه د خلکو د ژوندانه بیارغونه، له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د ښځو پرپښو درول دي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ويلي؛ له سویلي کوریا سره به د همغږۍ له مخې یوه داسې پروژه پلې کړي، چې له ۳۵۰ زره خلکو سره مرسته وشي.

دې بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دې پروژې موخه د خلکو د ژوندانه بیارغونه، له اقلیمي بدلون سره مبارزه او د ښځو پرپښو درول دي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې: “افغانستان له ګڼو بحرانونو، اقتصادي ناورین، د خوړو ناامني، اقلیمي بدلون او پر ښځو محدودیتونو سره مخ دی.”

ملګرو ملتونو ویلي، چې دا ګډه همکاري به د افغانستان په شپږ ولایتونو کې پلي شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رهبر د نیولو د امر له کبله د هاګ محکمه پر دوه ګوني چلند تورنه شوه

هغه په ​​ټیلیګرام کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي.

Published

on

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د مشر د نیولو د امر له صادرولو وروسته د روسیې د سنا مرستیال کونستانتین کوساچوف هاک محکمه پر دوه ګوني چلند تورنه کړه او څرګندوي؛ دا د نیولو امر له هغې وروسته صادر شو، چې مسکو اسلامي امارت پر رسمیت وپېژاند.

هغه په ​​ټیلیګرام کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي.

کونستانتین کوساچوف زیاته کړې: “ټول کلي، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شول. ښځې او ماشومان ووژل شول؛ خو هیڅ پرېکړه نده صادره شوې.”

د روسيې د سنا مرستیال دا یادونه هم کړې، چې حتا د امریکایي ځواکونو د پلټنې کوچنۍ هڅې هم هیڅ ځای ته ونه رسېدې.

روسیه لومړنی هېواد و، چې یوه اوونۍ مخکې یې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ د سې‌شنبې پر ورځ په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امرونه وړاندیز شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!