د هوا حالاتو بدلونونه

د چنګاښ دولسمه د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو توده ورځ ثبت شوې

Published

on

د امریکا د چاپېریال ملي مرکز د وړاندویېنې له مخې؛  د دوشنبې ورځ ( د چنګاښ ۱۲ / د جولای ۳ ) د نړۍ په تاریخ کې ترټولو ګرمه ورځ وه.

د دوشنبې پر ورځ د نړۍ منځنۍ تودوخه د سانتي ګراد ۱۷.۰۱ درجې ته ورسېده، چې د ۲۰۱۶ ز. کال د اګست په میاشت کې د سانتي ګراد ۱۶.۹۲ درجې ریکارد یې مات کړ.

د امریکا جنوبي ایالتونو په وروستیو اوونیو کې پوره تودوخه تجربه کړې ده.

په چین کې د تودوخې څپې د سانتي ګراد له ۳۵ درجو پورته ده.

په شمالي افریقا کې د تودوخې درجه نږدې ۵۰ درجو ته رسېدلې او حتا په انترکتیکا کې، چې اوس ژمی دی، په غیر معمولي توګه لوړه تودوخه ثبت شوې ده.

اقلیم پوه فریدریک اتو وایي: دا د عطف ټکی نه‌دی، چې مونږ یې ونمانځو. دا د خلکو او ایکوسیستم لپاره د مرګ حکم دی.

Trending

Exit mobile version