تازه خبرونه
د چين د بهرنيو چارو وزير له زلزله ځپلیو سره د مرستې ژمنه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې پر ورځ له خپل افغان سیال مولوي امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د تېرې اوونۍ د زلزلې له قربانیانو ملاتړ څرګند کړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ وانګ يي پر دغه طبیعي ناورین خواشيني څرګنده کړه او وایي؛ چين چمتو دی، چې له افغانستان سره د اړتياوو پر بنسټ پخپل وخت مرستې.
هغه زیاته کړې، د چين له مرکزي او ځايي حکومتونو نيولې تر ټولنيزو بنسټونو او تصديو پورې د چين بېلا بېلو ځواکونو افغانستان ته د بېړنيو بشري مرستو د رسولو او له افغانانو سره د مرستې لپاره وخت پر وخت کار کړی دی.
د وانګ د څرګندونو له مخې؛ د خېمو، کمبلو او نورو توکو لومړۍ ټولګه د چارټر الوتکو له لارې لېږدول شوې او ژر تر ژره به نغدي او نور مرستندويه توکي هم ولېږدول شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم په ډاګه کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي مولوي متقي ترې مننه کړې او وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت زلزله ځپلیو ته پخپل وخت خوراکي او طبي مرستې رسولي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ زلزله ځپلي دمګړۍ سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو پر سیاسي اړیکو هم خبرې وکړې.
وانګ يي ويلي، چې پر افغانستان د بنديزونو مخالف دى او زياتوي، چې په بيجينګ کې د افغانستان سفارت ښه فعاليت کوي او په دوه اړخيزو اړيکو کې ښه رول لوبوي.
وانګ يي څرګنده کړې؛ چين به ډېر ژر افغان سوداګرو ته د ويزو ورکولو لړۍ هم پيل کړي او چين ته به د افغان محصلينو د راستنېدو په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانستان او چین تر منځ به هوايي دهلېز ژر عملي بڼه خپله کړي.
مولوي متقي د افغانستان په اړه د چین له رغنده پالیسۍ هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د وچو میوو سوداګري پراخه شي.
د تېرې چارشنبې پر ورځ د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ریښتر پر کچه ۶،۱ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او له ۳۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړل.
د چین حکومت پرېکړه کړې، چې د دغې زلزلې له قربانیانو سره به د شاوخوا اووه نیم میلیون ډالرو پر ارزښت بشري مرستې چمتو کړي.
