تازه خبرونه
د چين هېواد د اسلامي امارت د بېلا بېلو پلاوو کوربه دی
چین تر بل هر هېواد ډېر د اسلامي امارت پر لوري د دوه اړخیزو همکاریو لاسونه غځولي او په بېلا بېلو ناستو کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون د دې ښودنه کوي، چې دې همکارۍ عملي اړخ موندلی دی.
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت پلاوي چین ته په خپل سفر کې د کانونو د همکاریو د پياوړتيا په کنفرانس کې ګډون کړی او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي له چینايي چارواکو سره د بې وزلۍ د کمولو او د کرنې د ودې او پراختیا په اړه خبرې کوي.
د راپورونو له مخې؛ په دې کنفرانس کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا خبرې وشي.
د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور، چې د انرژۍ په کنفرانس کې د ګډون لپاره بیجینګ ته تللی و وايي؛ په دې سفر کې یې اړینې لاسته راوړنې لرلي او چینايي لوري ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د انرژۍ پر تولید پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال هم د بېوزلۍ د کمولو او د کرنې د پراختیا په غونډه کې د افغانستان د لیدلوري د څرګندولو لپاره چین ته سفر کړی دي.
همدا راز به د دې وزارت چارسمبالی صدراعطم عثماني له چینايي چارواکو سره د افغانستان د کرنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړي.
چین تر بل هر هېواد ډېر د اسلامي امارت پر لوري د دوه اړخیزو همکاریو لاسونه غځولي او په بېلا بېلو ناستو کې د اسلامي امارت د چارواکو ګډون د دې ښودنه کوي، چې دې همکارۍ عملي اړخ موندلی دی.
اوسمهال چینایي کمپنۍ په افغانستان کې د لویو کانونو د استخراج قراردادونه لري. لکه د قشغري له څاګانو څخه د تېلو استخراج او د لوګر ولایت د مس عینک کان اسخراج.
که څه هم د کارپوهانو پر اند د مس عینک د استخراج لپاره یو لړ خندونو وخت ضایع کړی؛ خو په دې اړه لومړني کارونه پیل شوي دي.