تازه خبرونه
د چک جمهوریت ولسمشر د افغان زنداني په وژنه کې تورن سرتېري وبښل
ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.

د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول د چارشنبې پر ورځ د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو څلور غړي، چې د یوه پخواني افغان حکومتي سرتېري د وژنې پر تور محاکمه کېدل؛ وبښل.
ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.
د چک جمهوریت رسنیو راپور ورکړی، چې دا تورونه د ۱۹ کلن وحیدالله خان له وژنې سره تړاو لري، چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان لویدیځ شینډنډ د اډې پر چکي سرتېرو د برید پر تور نیول شوی و.
په دې برید کې یو چکي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان ول.
د پاول دفتر څرګنده کړې: “د دې قضیې د ټولو اړخونو له بشپړې ارزونې وروسته ولسمشر په ځانګړي توګه د جګړې د وخت د وضعیت هغه استثنایي ماهیت په پام کې ونیوه، چې په کې د بیاکتنې لاندې پېښه رامنځته شوه.”
دې دفتر زیاته کړې، چې سرتېري اوس هم د تاوتریخوالي د جرمونو پر تور تورن شوي ندي.
نیویارک ټایمز په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې د دې پېښې راپور ورکړ.
په راپور کې راغلي، چې وحیدالله خان له نیول کیدو وروسته د امریکایي او چکي ځواکونو لخوا وهل شوی و. کله، چې هغه پر همغه ورځ افغان ځواکونو ته راستون شو؛ نو بېحاله و او بیا لږ وروسته مړ شو.
په هغه وخت کې راپور ورکړ شوی و، چې امریکایي او چکي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنې کوي.
تازه خبرونه
په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال غبرګون د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه ترسره شوه
اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.

په بروکسل کې د افغانستان پر اساسي اړتیاوو، سیاسي او بشري مسلو متمرکزه د اروپايي ټولنې د ادارو د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.
اروپايي ټولنې په بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره “۱۶۱” میلیون یورو مرسته وکړي.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې بشري بحران اوس هم په نړۍ کې یو له خورا سختو هغو څخه دی.
په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې د ادارو، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، د خلیج هېوادونو، لویو بسپنه ورکوونکو، د جي – ۷ شریکانو، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د افغان او نړیوالو مدني ټولنې او نادولتي موسسو استازو ګډون کړی و.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: “ګډونوالو د یوې داسې همغږې او جامع تګلارې پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ له سولهییز او باثباته افغانستان ملاتړ وکړي. پرته له دې، چې جنسیت، توکم یا مذهب په پام کې وي؛ باید د پرمختګ لار جوړه کړي. سیمهییز ثبات د افغانستان د راتلونکي په زړه کې دی. له چارسمبالو چارواکو سره دوامداره تخنیکي ښکېلتیا د بشري لاسرسي ډاډمن کولو او د بېړنیو او اړینو اړتیاوو حل اړین دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان پېچلو ننګونو ته د همغږۍ ځواب وړاندې کوي.”
اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره ۱۶۱ میلیون یورو مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخې؛ د دې مرستې له ۱۴۱ میلیون یورو څخه ډېرې به د افغانستان دننه د بشري بنسټونو له لارې او نورې ۲۰ میلیون یورو به په پاکستان او ایران کې د افغانانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ولګول شي.
د اروپايي ټولنې په نوې بودجه کې به د خوړو مرستې، روغتیایي خدمات، د خوارځواکۍ درملنه او په لرې پرتو سیمو کې پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي ښه کول شامل وي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ وروسته پاتې دي. د ملګرو ملتونو اداره وړاندویېنه کوي، چې د نجونو او ښځو لپاره د ثانوي او لوړو زدهکړو په ګډون د دوکتورا زدهکړې، له بندیز وروسته به د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځي د بشپړولو کچه ډېر ژر صفر ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي: “د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لخوا د نن خپور شوی راپور ښيي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ کمې دي. د افغانستان د جنډر شاخص څرګندوي، چې افغانستان په نړۍ کې دوهیم لوی جنډر تشه لري، چې د روغتیا، تعلیم، مالي چارو او پرېکړې کولو په برخو کې د ښځو او نرینهوو ترمنځ ۷۶ سلنه جنسیتي نابرابري شتون لري. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې پر وینا، نږدې په هرو لس ځوانو افغان ښځو کې ۸ یې له زدهکړې، کارموندنې او روزنې څخه بې برخې دي. د نجونو د لیسې د فراغت کچه د صفر په درشل کې ده؛ ځکه، چې د ثانوي او لوړو زدهءکړو په ګډون روغتیایي زدهکړې – د نجونو او ښځو لپاره منع دي.”
د ملګرو ملتونو د ښځو راپور دا هم په ډاګه کوي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ د کاري ځواک په برخه کې یو له لویو جنسیتي تشو څخه دی؛ یوازې ۲۴ سلنه ښځې په کاري ځواک کې برخه اخلي. په داسې حال کې، چې د نرینهوو لپاره دا کچه ۸۹ سلنه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په دې غونډه کې ګډون وکړ او د دوی پلاوي د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق پر رول ټینګار وکړ، چې د اسلامي پراختیایي بانک لخوا اداره کیږي، د بې طرفه او اړتیاوو پر بنسټ د مرستو په رسولو کې ملاتړ کوي.
د اروپايي اتحادیې چارواکو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید غیر سیاسي پاتې شي او د افغانستان ټولو سیمو ته ورسیږي. دوی د بسپنه ورکوونکو، مرستندویه ادارو او سیمهییزو فعالانو ترمنځ د نوې همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د اړینو خدماتو د نور سقوط مخه ونیسي.
ګډونوالو د افغانانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره لارې چارې په ځانګړي توګه د کرنې پراختیا، د خصوصي سکټور ګډون او مالي چارو ته د لاسرسي له لارې هم وپلټل.
دوی د “ښځو لخوا، د ښځو لپاره” مرستې ته د اصولي چلند په اړه ډېر ټینګار وکړ.
د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا د ښځو د ګډون ډاډمن کولو او د سیمهییزې اقتصادي ودې د هڅولو لپاره خورا مهم دي.
په هر حال اسلامي امارت ملګري ملتونه او اړوند ادارې د افغانستان پر وړاندې د منفي راپورونو پر چمتو کولو تورنوي.
تازه خبرونه
د آمو دریا د تېلو ساحې قرارداد له قراردادي شرکت سره لغوه شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر لهپسې سرغړونو له کبله فسخه شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.
په خبرپاڼه کې راغلي؛په دې توګه؛ «د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.
د آمو سیند حوزې د تېلو قرارداد د چینایي شرکت افچین سره د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړیو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې لاسلیک شو او شرکت مکلف شو، چې د آمو سیند حوزې څخه تېل استخراج کړي.
د قرارداد له مخې؛ شرکت باید په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې وای او د کال په اوږدو کې د پانګونې کچه باید ۵۴۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي؛ خو ظاهراً شرکت په دې پانګونه او د دې تېلو په استخراج کې پاتې راغی.
تازه خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یوه پلاوي پر ملتیا چین ته ولاړ
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د چین – جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره د چین ولسي جمهوریت ته ولاړ.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین- جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مخکې له دې، چې چین ته ولاړ شي په کابل کې یې د چین له سفیر سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي وه، چې دواړو هېوادونو تل ښې اړیکې لرلي او چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
ویل کیږي، چې چین ته د سفر په لړ کې به چینایي پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ شي، چې په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او دوی به په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی تړون؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر لهپسې سرغړونو له کبله فسخه شو.
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان له فضايي حریم څخه عبوري الوتنې زیاتې شوې دي
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسرائیلو پوځ ایرانیانو ته خبرداری ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران او اسرائیل په توغندیزه شخړه کې ښکېل شول
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو محدودیت نور هم کم شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي مرکز نوی قومندان ووژل شو- د اسرائیل پوځ
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
ایران د سیمې پر امریکای اډو د برید لپاره خپل توغندي چمتو کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه