تازه خبرونه

د چک جمهوریت ولسمشر د افغان زنداني په وژنه کې تورن سرتېري وبښل

ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.

Published

on

د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول د چارشنبې پر ورځ د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو څلور غړي، چې د یوه پخواني افغان حکومتي سرتېري د وژنې پر تور محاکمه کېدل؛ وبښل.

ټاکل شوې وه، چې دا څلور کسان د زور زیاتي، نافرمانۍ، د ساتونې له دندو د سرغړونې او د مرستې نه کولو پر تور محاکمه شي.

د چک جمهوریت رسنیو راپور ورکړی، چې دا تورونه د ۱۹ کلن وحیدالله خان له وژنې سره تړاو لري، چې په ​​۲۰۱۸ کال کې د افغانستان لویدیځ شینډنډ د اډې پر چکي سرتېرو د برید پر تور نیول شوی و.

په دې برید کې یو چکي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان ول.

د پاول دفتر څرګنده کړې: “د دې قضیې د ټولو اړخونو له بشپړې ارزونې وروسته ولسمشر په ځانګړي توګه د جګړې د وخت د وضعیت هغه استثنایي ماهیت په پام کې ونیوه، چې په کې د بیاکتنې لاندې پېښه رامنځته شوه.”

دې دفتر زیاته کړې، چې سرتېري اوس هم د تاوتریخوالي د جرمونو پر تور تورن شوي ندي.

نیویارک ټایمز په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې د دې پېښې راپور ورکړ.

په راپور کې راغلي، چې وحیدالله خان له نیول کیدو وروسته د امریکایي او چکي ځواکونو لخوا وهل شوی و. کله، چې هغه پر ​​همغه ورځ افغان ځواکونو ته راستون شو؛ نو بې‌حاله و او بیا لږ وروسته مړ شو.

په هغه وخت کې راپور ورکړ شوی و، چې امریکایي او چکي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنې کوي.

Trending

Exit mobile version