نړۍ
د چینايي راغورزېدلې الوتکې د پاتې شونو کومه نښه ونه موندل شوه – راپور
د چین ملکي هوايي چلند ادارې په ډاګه کړې؛ یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه، چې له کونمینګ څخه ګوانګژو ته روانه وه، د ګوانګسي اړوند په ووژو سیمه کې یې اړیکې پرې او راغورزېدلې ده.
دغه هوايي شرکت پرته له دې، چې د ځاني زیان د شمېر په اړه څه ووایي؛ د مسافرینو او عملې پر بې برخلیک پاتې کېدو خواشیني ښیي.
چینايي رسنیو د الوتکې د لوېدو انځورونه خپاره کړي دي.
دغه مسافر وړونکې الوتکه تېره ورځ، چې ۱۳۲ مسافر او نهه خدمتګاران په کې سپاره ول، پرون د چین د جنوب د اړوند سیمې په غرنۍ لمنه کې راولوېېده.
د چین د هوانوردۍ ادارې ویلي؛ یوه مسافر لېږدوونکې ۷۳۷ بوینګ الوتکه، چې د ګوانګسي له مخې ۱۳۲ مسافر او ۹ خدمتګاره په کې سپاره وه؛ راغوزځېدلې ده.