تازه خبرونه
د چین او پاکستان چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د زمري پر څلورمه له دې لینې څخه په ایکس پاڼه کې خبر ورکړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د زمري پر څلورمه له دې لینې څخه په ایکس پاڼه کې خبر ورکړی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د سیمهییز امنیت او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
دوی په سیمه کې د سولې او پرمختګ د ګډ هدف پر ترلاسه کولو هم ټینګار کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم کابل ته سفر کړی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د امنیتي اندېښنو په اړه خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې چین او پاکستان دواړو ویلي، چې په افغانستان کې سیمهییز ثبات او امنیت د اقتصادي یووالي لپاره خورا مهم دي.
