کوید۱۹
د چین روغتیایي کمیسیون د کرونا ویروس د ورځني شمېر خپرول بند کړل
د چین د روغتیا ملي کمیسیون (NHC) د یکشنبې پر ورځ پر کرونا ویروس د اخته کېدو د ورځني شمېر خپرول ودرول؛ ځکه، چې د سختو محدودیتونو د ناڅاپي نرمیدو په پایله کې د مثبتو پېښو شمېر مخ پر لوړېدو شو.
رویترز د اړوند کمیسیون د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د کرونا ویروس اړوند معلومات به د چین د ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکز لخوا یوازې د څېړنې لپاره خپريږي.
یاد کمیسیون ویلي: پرته له دې، چې د بدلون لاملونه مشخص کړي؛ د چین CDC د کرونا ویروس په اړه معلومات یو ځل تازه کوي.
د انتاناتو له زیاتوالي سره سره NHC د معلوماتو خپریدو مخکې د پرلپسې څلورو ورځو لپاره یې په ټول هېواد کې له کرونا ویروس څخه د مړینې راپور ورنکړ. چین له دې ناروغۍ څخه د مړینو د راپور ورکولو لپاره خپل تعریف محدود کړی او یوازې د سینه بغل یا له کرونا ویروس څخه رامنځته شوې تنفسي ناروغۍ وشمیرل شوې، چې دې کار د نړۍ د روغتیا متخصصینو اندېښنې رامنځته کړې.
په بریتانیا کې میشت د روغتیایي معلوماتو شرکت تېره اوونۍ اټکل وکړ، چې چین په ورځ کې له یو میلیون څخه ډېر انتانات او ۵۰۰۰ مړینې تجربه کوي.
د چین رسمي ارقامو د اعتبار سطحه راټیټه کړه؛ ځکه، چې په ټول هېواد کې لږې ازموینې ترسره کېدې. په داسې حال کې، چې چین پر منظم ډول د انتاناتو او مړینې پر کم ښودلو تورن شوی دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ امریکا هم د کرونا ویروس پېښې لږ په ډاګه کوي؛ ورځني راپورونه یې پر اوونیزو بدلیږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له دغه بندیز وروسته له چین څخه د نويو پېښو په اړه هیڅ معلومات ندي ترلاسه کړي؛ ځکه، چې بیجینګ خپل محدودیتونه کم کړي دي.
د چین د روغتیا پاملرنې سیستم تر ډېر فشار لاندې دی.
د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له کارمندانو څخه غوښتل شوي، چې ناروغ او ان متقاعد طبي کارکوونکي په کلیوالي ټولنو کې د کار کولو لپاره وګوماري.
د بېړني حالت تقویه کول د نوي کال لپاره د پاملرنې وړ شوي؛ ځکه، چې لوی شمېر خلک دغه مهال خپلو کورونو ته بېرته راستنیږي.