تازه خبرونه

د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې

والی بامیان اظهار داشت که مردم بامیان شدیداَ به برق ضرورت دارد به همین خاطر انتظار می‌رود که کار این پروژه هرچه زودتر آغاز گردد.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت ويلي؛ د بامیان د خلکو د برښنا د ستونزې د حل لپاره هڅې زیاتې شوي دي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د چین له سفیر ژاو شینګ سره د همدې موخې لپاره بامیان ولایت ته سفر کړی او د دې ولایت له والي سره یې د لمریزې برښنا د پروژې له سیمې لیدنه کړې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ د دې پروژې لومړنۍ څېړنې بشپړې شوي او اوس د لمریزې برښنا پروژه د چین پر مرسته په بامیانو کې پلې کېږي.

د بامیان ولایت د لمریزې برښنا د تولید پروژه به د ۲۰ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا ولري، چې د بامیان ولسي اړتیاوې به پوره کړي.

د باميان والي ويلي، چې د باميان خلک برښنا ته سخته اړتيا لري؛ نو هيله ده، چې د دې پروژې کار ژر تر ژره پيل شي.

ویل کیږي، چې چین د دې پروژې عملي کولو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version