نړۍ

د چین په یوه فابریکه کې اورلګېدنې ۳۶ کسان مړه کړل

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲, ۱۴۰۱

چینايي رسنیو اوړمه ورځ راپور ورکړی، چې د چین په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له کبله ۳۶ کسان مړه او دوه نور ورک دي.

دا اور لګېدنه د چین د مرکزي سیمې هنان ولایت په انانګ ښار کې رامنځته شوې ده.

اور په ځايي وخت د شپې پر ۱۱ بجو ولګېده.

د چین مرکزي تلویزیون خبر ورکړی، چې پر مړو او ورکو شویو کسانو سربېره دوه ټپیان روغتون ته هم لېږدول شوي دي.

چارواکو د اورلګېدنې پر تړاو یو شکمن کس نیولی او تر پوښتنو لاندې دی؛ خو په دې اړه یې رسنیو ته نور جزئیات ورکړي ندي.

Trending

Exit mobile version