کوید۱۹

د چین کرونایي بندیزونو د سانیا ښارګوټي ۲۵ زره سیلانیان اغېزمن کړي

Published

on

د چین مشهور سیاحتي تاپو هاینان د دوشنبې پر ورځ ډېرې سیمې وتړلې؛ ځکه، چې په تېرو دوه کلونو کې د خورا لږ پېښو له ثبتولو وروسته اوس د تر ټولو بدې کرونایي ناروغۍ سره مبارزه کوي.

نشنل راپور ورکړی، چې د یکشنبې له ورځې د سیلانیانو د هاینان تاپو د سانیا په ښار  شاوخوا ۲۵۰۰۰ سیلانیان بند پاتې دي.

د سویلي چین د تاپو په دې ښار کې، چې تېر کال یې د کرونا ویروس یوازې دوه پېښې ثبت کړې وې؛ په روانه میاشت میاشت کې یې پر کرونا ویروس اخته له ۱۴۰۰ څخه ډېرې مثبتې پېښې راپور کړې دي.

که څه هم دا د نړیوالو معیارونو له مخې ډېرې ندي؛ خو دا شمېر په ۲۰۱۹ کې له ووهان ولایته د خپرې شوې کرونان له شمېره د هېواد پر کچه ترټولو سترشمېر دی.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هایکو ولایت مرکز له شاوخوا ۲.۹ میلیون اوسیدونکیو سره او دوه کوچنيو ښارګوټيو؛ لیدونګ او چینګمای د دوشنبې پر ورځ خپل اوسیدونکي په کورونو کې بند کړل.

د یکشنبې تر ورځې پورې د چین دې تاپو له نښو نښانو سره ۲۳۱۲۶۶  پېښې د ځایي ناروغانو او نړیوالو مسافرانو په ګډون ثبت کړې.

Trending

Exit mobile version