سیمه ییز خبرونه
د ډيآیخان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان
هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.
د عوامي نشنل پارټۍ مشر او د پاکستان سناتور ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د درازندې سیمې پر «امن مېله» امنیتي پوسته د شوي ځانمرګي برید غندنه کړې او دا یې د حکومت لهخوا د امنیت په ټینګښت کې د ناکامۍ نښه بللې ده.
هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.
د عوامي نشنل پارټۍ مشر له مرکزي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د یو بل د ملامتولو او بریدونو د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهندوستان» پر نوم ډلو پورې د تړلو پر ځای؛ د وګړو د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه واخلي.
هغه ټینګار کړی، چې مرکزي او ایالتي چارواکي باید د خیبر پښتونخوا له خلکو څخه لرې نهشي او د تاوتریخوالي د دوام د مخنیوي او د وګړو د ژوند د ساتنې لپاره ټینګ ګامونه واخلي.