تازه خبرونه

د ښاري خدمتونو او عوایدو راټولولو عملي چارې پیل شوي – کابل ښاروالي

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۰

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د ښاري خدمتونو، عوایدو راټولولو او غصب شویو ځمکو د راګرزولو لپاره یې عملي چارې پيل کړي دي.

د کابل ښاروالۍ چارسمبالي مولوي حمدالله نعماني ویلي؛ له لارو څخه د سمنټې دیوالونو د لرې کولو کار روان دي، پخپل سر د لوړو ودانیو جوړول او د ځمکو غصب هغه ستونزې دي، چې دوی یې د حل لپاره کار کوي.

د کابل ښاروالۍ چارسمبالي مولوي حمدالله نعماني ویلي: د ودانیو او ځمکو د غضب په اړه د فساد څېړل او اړوند پېښو ته لاسرسی روان دی. دغه کار به د فرصت غوښتونکیو دبدې ګټې اخیستنې لپاره د ټولو ادارو تر کار پیلولو ځنډیدلی وي او له قانون سرغړونې به هم وڅېړل شي.

مولوي نعماني ويلي، چې د سیاسي وضعیت له بدلیدو سره له سلو د ډېرو پروژو چارې درېدولي او دوی یې له تمویلوونکیو سره په اړیکه کې دي، چې دا پروژې بشپړې کړي؛ خو تر دې دمه یې په دې اړه څه ندي ویلي.

د مولوي نعماني د څرګندونو له مخې؛ د ښار په بېلا بېلو برخو کې له لارو او واټونو څخه د سمنټي دیوالونو د لرې کولو کار روان دی او تر بشپړیدو به دوام پیدا کړي.

نوموړی وایي: مونږ د امنیتي بنسټونو له شاوخوا سمکنټي دیوالونه، چې ښار یې بدرنګه کړی د لرې کولو سپارښتنه کړې او که یې لرې نکړي؛ مونږ یې لرې کوو او د ښاروالۍ لګښت ترې اخلو.

په تېر حکومت کې د ځمکو غصب او پخپلسر د لوړو دانیو جوړول هغه ستونزې وې، چې حکومت یې په منخیوي کې پاتې راغلی و. دا، چې اسلامي امارت به دا ستونزه څنګه حل کړي؛ وخت به یې ځواب ووايي.

Trending

Exit mobile version