تازه خبرونه

د ښوونیز نصاب د ښه کېدو لپاره د عالمانو له وړاندیزونو هرکلی کوو

Published

on

د لوړو زدکړو وزیر ويلي؛ هغه عالمان، چې د پوهنې پر نظام نیوکې کوي، خپل وړاندیزونه دې په حضوري بڼه مطرح کړي، نه د رسنیو له لارې.

په دې غونډه کې د دیني عالمانو او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې کېږي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، د مسلکي او ژمنو کدرونو د لرلو لپاره په کار ده، چې دیني عالمان له دغه وزارت سره د محصلینو د زده کړو په برخه کې همکاري وکړي. ندا محمد ندیم زیاتوي، چې د دیني عالمانو هر ډول نیوکې د هرکلي وړ دي، خو د رسنیو له لارې نه، بلکې باید خپل وړاندیزونه له نږدې د لوړو زده کړو له وزارت سره شریک کړي.  

د لوړو زدکړه وزیر ندا محمد ندیم له دیني عالمانو وغوښتل، چې د خپلو کارونو د پرمخ بیولو، په ځانګړي توګه د هېواد د پوهنتونونو د تدریسي سیستم د پراختیا په برخه کې د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

ندا محمد ندیم ټینګار کړی؛ غواړي، چې د هېواد له پوهنتونونو څخه مسلکي او ژمن نسل فارغ شي.

د لوړو زدکړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخوا وايي، چې د یوه پرمختللي هېواد درلودو لپاره باید د لوړو زدکړو بهیر له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

يو شمېر ديني عالمانو ويلي، چې د هېواد په مدرسو کې هم بايد عصري علوم تدريس شي او په دې برخه کې د لوړو زدکړو وزارت د همکارۍ غوښتونکي دي.

دوی زیاته کړې، چې له دې سره به د مدرسو او پوهنتونونو ترمنځ واټن هم کم شي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راپدیخوا دا د لوړو زدکړو وزارت او د هېواد د دیني عالمانو تر منځ لومړنۍ مشورتي غونډه ده، چې ټول ګډونوال یې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د عصري او دیني علومو پر تدریس پیلولو همغږي دي.

Trending

Exit mobile version