Connect with us

تازه خبرونه

د ښځو پر زده‌کړو بندیز دایمي ندی – د لوړو زده‌کړو وزیر

Published

 on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۴۰۱)

د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ويلي، د نجونو د زدهکړو مخه یې په بشپړه توګه نده نیولې او تر بل امر پورې ځنډول شوې ده.

په کابل پوهنتون کې د افتا او قضا څانګې د څانګوالو د فراغت په غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي، چې د نجونو پر زده‌کړو یې له یوې مخې بندیز ندی لګولی.

دی وايي، چې د نجونو د زده‌کړو د ځنډولو پر پرېکړه نیوکه کوونکي له بي انصافۍ کار اخلي او شرایط نه درک کوي.

ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې په دې برخه کې د یو شمېر بنسټونو نیوکې غیر عادلانه دي او د اسلامي امارت رهبري به هغو غوښتنو ته غاړه کېدي، چې د هېواد له دین او دود سره په ټکر کې نه‌وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت د ښځو له کرامت، دین او اقتصاد څخه دفاع ته ژمن دی او د ښځینه استادانو معاشونه ځنډول شوي ندي او خپل معاشونه اخلي.

ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د ښځو د تحصیل په خلاف هیڅ ډول غلطه اراده نلري، ځکه چې په خبره یې اسلامي امارت د ښځو عزت، دین او اقتصاد ته جدي پاملرنه کوي او دا مهال د ښځینه استادانو معاشونه ورکوي.

د لوړو زده کړو زیر وايي؛ هغه غوښتنې، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي د ندي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په دې غونډه کې ویلي، چې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې باید له تعصبونو سره مبارزه وشي او د دیني او عصري علومو سندونه باید د اعتبار او ارزښت وړ وبلل شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، افغانستان يووالي ته اړتيا لري او د يووالي لپاره بايد ټول کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په سړو سیمو کې د دوشنبې پر ورځ پوهنتونونه پیل شوي؛ خو له نجونو پرته یوازې هلکانو ته د تحصیل اجازه ورکړ شوې ده.

تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او مرکزي آسیا سرمشریزې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د منځنۍ آسيا هېوادونو مشرانو او د اروپايي ټولنې مشر د جمعې پر ورځ د قرغزستان په چوپان اتا ښار کې سره وکتل او د یو لړ مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې وکړې.

د چوپان اتا په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان مشرانو او د ترکمنستان یوه پلاوي ګډون درلود.

د دوی د ګډې اعلامیې له مخې؛ د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت په اړه پر ګډو اندېښنو خبرې وکړې او پخپلو ژمنو یې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي؛ دوی د یوه باامنه، سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان په هیله دي.

دغه راز دې مشرانو په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو قوانینو او نړیوالو منل شویو نورمونو او اصولو سره سم پر اصولي توګه د نړیوالې ټولنې مرستې او هڅې وستایلې.

ګډونوالو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي او په اصولي ډول یې د افغانستان خلکو ته ورسوي.

دوی د یوه ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو پر اهمیت او د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ودې، پراختیا او درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او له شریعت سره سم د ټولو خلکو بشري حقونو ته ژمن دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش يو لوړپوړى قومندان ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

باختر دولتي خبري آژانس خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش یو لوپوړی قومندان له یوه ملګري سره وژلی دی.

باختر آژانس د داعش د دغه قومندان نوم تراب ياد کړي، چې په ځانګړیو عملياتو کې وژل شوى دى.

دغې سرچینې د سيمه ييزو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه عمليات د چارشنبې پر ماښام د ننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ په وچ تنګي کلي کې ترسره شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ریاست الوزرا د حکومتوالۍ د ښه‌والي لپاره له چارواکو سره د لیدنې بهیر روان ساتلی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د حکومتدارۍ د څارنې او ښه‌والي لپاره  هره ورځ وزیران، واليان او نظامي چارواکي د ځواب ویلو لپاره غوښتي او ورسره د اسلامي امارت پر سیاسي، اقتصادي او پوځي سیاست خبرې شوي دي.

مولوي عبدالکبیر، چې شپاړس ورځې وړاندې یې د ریاست الوزرا چارسمبالي ورسپارل شوې؛ هره ورځ عملاً د حکومتدارۍ بهیر څاري، له بهرنیو دیپلوماتانو سره د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر سیاسي شخصیتونو، علمي کدرونو، قومي مشرانو او ورزشکارانو سره یې لیده کاته کړي دي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس حسن حقیار ویلي؛ مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه، چې یو متوازن او اقتصادي سیاست دی، پر بشپړ ټینګار د پلي کولو هڅې کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!