تازه خبرونه

د ښځينه فوتبال غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي هرات وګټله

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۳۹۹)

د هرات د نجونو فوتبال لوبډلې د کابل په ماتولو د ښځینه فوتبال غوره لیګ څلورم پړاو اتلولي  خپله کړه.

د دغه لیګ پایلوبه نن د کابل او هرات ترمنځ تر سره شوه، چې د پينالتيو په وهلو پایلوبه د هرات په ګټه پای ته ورسېده.

د دغې لوبې په لومړۍ نیمايي کې هرات د فاطمې حیدري په ګول بریا ته ځان نږدې کړ.

په دوه یمه نیمايي کې بیا د منيژې نوري په یوې آزادې ضربې  د کابل او هرات لوبه مساوي شوه.

د لوبې په پاتې وخت کې یوې لوبډلې هم بل ګول ونکړ؛ خو د پینالتيو په وهلو اتله لوبډله ډاګه شوه.

د پینالتیو پر مهال هم هرات د دراوزې ساتونکې په مرسته کابل لوبډله شاته پرېښوده او په لومړي ځل يې د دغه لیګ اتلولۍ ته ځان ورساوه.

راضیه نوري د ښځینه غوره لیګ د څلورم پړاو په وروستۍ سیالۍ کې د غوره لوبغاړې په توګه وټاکل شوه.

د کابل له لوبډلې ​​څخه منیژه نوری د ښځینه غوره لیګ د څلورم پړاو غوره لوبغاړی او د ۴۰۰۰۰ افغانیو جایزې ګټونکې شوه.

د بامیانو د نجونو فوتبال لوبډله ​​د ښځینه غوره لیګ د څلورم پړاو د اخلاقي کپ ګټونکې ونومول شوه.

د هرات لوبډلې غړې فاطمه حیدري د ۱۳ ګولونو پر وهلو د طلایي بوټ جایزه وګټله (د سیالۍ غوره ګول وهونکې او د هرات لوبډلې ګول کیپرې الهه صفدرې د ښځینه غوره لیګ د څلورم پړاو د غوره ګول کیپر جایزه وګټله.

دواړو لوبغاړیو د ۴۰۰۰۰ افغانیو جايزې هم ترلاسه کړې.

د نجونو د کابل لوبډله ​​د غوره لیګ په څلورم پړاو کې د ۱۰۰۰۰۰ افغانیو نایب ګټونکې شوه

هرات په داسې حال کې د لوبې اتلولي وګټله، چې په درې نورو پړاوونو کې ترې کابل ګټلې وه.

Trending

Exit mobile version