تازه خبرونه

د کابل اوسېدونکي د پرچاوۍ له ډېرېدو اندېښمن دي

د افغانستان برښنا شرکت د چاوۍ د زیاتېدو ستونزه مني او وايي، چې د برښنا د کمښت له کبله له دې ستو نزې سره مخ دي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره تدابیر ونیول شي.

Published

on

د پلازمېنې اوسېدونکي د برښنا د لګښتونو له لوړوالي اندېښمن دي او وايي، چې په دې وروستيو کې د برښنا لګښت بې‌ساری لوړ شوى دى.

کابل ښاریانو ویلي، چې په دې ښار کې نه یوازې هوا توده شوې، بلکې د برښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.

د افغانستان پلازمېنه کابل هغه ښار دی، چې د برښنا ستونزه یې هیڅکله حل شوې نده.

 دوی په دې وروستیو کې د برښنا له پرچاوۍ سرټکوي او له برښنا شرکت څخه غواړي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.

کابل میشتي وايي، چې په دې توده هوا کې برښنا ته ډېره اړتیا لري.

د کابل اوسیدونکی صدیق الله په دې اړه وایي: ورځ تر بلي هوا پر تودېدو ده حکومت باید دې ستونزې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه حلکو ورته ډېره اړتیا لري.

یو بل کابل میشتی مجتبی وایي: میاشت وشوه، چې ورځ  تر بلې د برښنا ستونزه مخ پر زیاتېدو ده. حکومت باید دې خبرې ته پاملرنه وکړي بېلونه د برښنا هم لوړ راځي او برښنا هم وجود نلري. آیا دې ستونزې ته حکومت فکر لري اوکه خیر!

د افغانستان برښنا شرکت د چاوۍ د زیاتېدو ستونزه مني او وايي، چې د برښنا د کمښت له کبله له دې ستو نزې سره مخ دي؛ خو هڅې روانې دي، چې د دې ستونزې د اواري لپاره تدابیر ونیول شي.

د برښنا شرکت تجارتي مرستیال صفي الله احمدزي ویلي: د هوا له تودېدو سره د برښنا لګښت لږ څه  زیات شوی. مونږ د دې ستونزې د مدیریت هڅه کوو؛ خو پرچاوي حتمي خبره ده، ځکه له پر چاوۍ پرته يي مونږ ټول هېواد ته رسولی نشو. پرچاوي به د یوه منظم پلان له مخې برابرشي، څوګ له جدي ستونزي سره مخ نشي.

افغانستان تراوسه پورې د برښنا تولید په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ سره له دې، چې د تولید سرچینې لرو.

عام وګړي وايي، چې په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نده شوې او هرکال میلیونونه ډالر د افغانستان ولسي پانګه ګاونډ هېوادونو ته ورکول کیږي.

اړوند خبرونه:

ازبکستان د برښنا واردات ۵۰ سلنه کم کړي – برښنا شرکت

د برښنا د تولید او ساختماني پروژو تړونونه لاسلیک شول

Trending

Exit mobile version