تازه خبرونه

د کابل – جلال‌اباد لویه لار له دوه اوونیو وروسته بېرته پرانیستل شوه

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د کابل – جلال‌اباد  لویه لار، چې دوه اوونۍ مخکې د غرښویېدنې له کبله تړل شوې وه؛ تېر ماښام د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه.

یاده لار د کابل ولایت د دروازې په درې کیلومتري کې د غر ښویېدني له کبله د دوه ورځو لپاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده وه، چې بیا د فرعي لارې پر جوړېدو موټرو برې تګ راتګ کاوه.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې  دې وزارت د خپل پرسونل او ماشینرۍ پر کارولو له تېرو درې ورځو هڅو وروسته د کابل- جلال‌اباد لویه لار د ټولو ترافیکو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستله.

Trending

Exit mobile version