Connect with us

تازه خبرونه

د کابل د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌‌سټېشن د پاتې چارو  کار پیل شو

فاروق اعظم وایي: زمونږ لپاره د برښنا تولید خورا مهم دی. سره له دي، چې اسلامي امارت ورته پاملرنه کړې؛ خو هیله لرم، چې په هېواد کې له اوبو څخه د برښنا د تولید لپاره اقدامات زیات کړو او د ګاونډ هېوادونو له احتیاجه ووځو.

خپور شوی

د

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې په هېواد کې د برښنا د ستونزې د حل لپاره د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د دې پروژې چارې په خپل لاس په داسې حال کې پيل کړي، چې سکواټر ته پخپله ناست و .
دا سب‌سټېشن د بغلان له خواجه الوان د ښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برښنا د لېږد لپاره جوړېږي، چې لګښت یې اته میلیون او شپږ سوه زره ډالره اټکل شوی دی.
د پروژې کارونه به د شاوخوا دوه کلونو په بهیر کې بشپړ شي، چې د کابل په ګډون به د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا څلور سوه زره کورنی د برښنا له رڼا برخمنې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ويلي، چې د دې پروژې له بشپړېدا سره به هېواد ته له ترکمنستان څخه ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا راولېږدول شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې لګښت پرې له کورنیو برابریږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی وایي: دا یوه حیاتي پروژه ده، چې ۸ اعشاریه ۶ میلیون ډالر لګښت پرې راځي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ اوس ۹۰۰ میګاواټه برښنا لرو؛ نو، ځکه دا پروژه مهمه ده.
د پروژې د عملي کوونکي شرکت مسوولین نورالله وايي، چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره پانګونه پیل شوې او له دې پروژې پرته په هېواد کې د لمریزو، ګازي او بادي سرچینو څخه د برښنا پر تولید د پانګونې بهیر پیل شوی او اسلامي امارت ترې پوره ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي: مونږ د۵۰۰ کیلو ولټ برښنا لین دغزولو او هغه ته د سب‌ستیشنونو د جوړولو بهیر پیل کړی او ترڅنګ يي په هېواد کې له کورنیو منابعو څخه تولید کیدونکې برښنایي پروژۍ پیل شوي، چې چارې یې منظمې پرمخ روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق عطم وايي: هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره باید هڅې چټکې شي، چې ټول هېواد ته د برښنا رسوني سیسټم منظم شي.
هغه زیاته کړې د هېواد ټول پرمختګونه له برښنا سره تړلي او دې برخې ته باید زیاته پاملرنه وشي.
فاروق اعظم وایي: زمونږ لپاره د برښنا تولید خورا مهم دی. سره له دي، چې اسلامي امارت ورته پاملرنه کړې؛ خو هیله لرم، چې په هېواد کې له اوبو څخه د برښنا د تولید لپاره اقدامات زیات کړو او د ګاونډ هېوادونو له احتیاجه ووځو.
ویل کیږي، چې په نږدې راتلوونکي کې به د کمال خان بند، شاه او عروس بند او تورې بند په ګډون ځینې بندونه ګټې اخستني ته وسپارل شي او د یو شمېر نورو بندونو کارونه به د روان کال تر پا یه بشپړ شي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلام‌آباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.

د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي. 

ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نه‌و؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ باید اوربند وساتل شي – اردوغان

د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”

هغه هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترکیې پر منځګړیتوب ترسره کېدونکې خبرې اترې به د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي… او  انقره به له دې بهیر ملاتړ ته روان وساتي.

اردوغان دا هم ویلي، چې ترکیه او پاکستان د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعتونو په برخو کې همکاري پراخوي.

هغه په ​​غزه کې هم د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دا مسله باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وڅارل شي.

اردوګان او شریف د آذربایجان جمهوریت په “بریاورځې” مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي وه او په پوځي اړوند مراسمو کې یې هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ د درېیم پړاو دوه ورځنۍ خبرې اترې د پاکستاني لوري د “غیر مسوولانه روحیې او نه همکارۍ” له کبله پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.

مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پلاوي د نومبر پر شپږمه او اوومه د استانبول په خبرو اترو کې په ښه نیت ګډون وکړ.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو په بهیر کې پاکستاني پلاوي د خپل امنیت پورې اړوند ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته نسبت ورکړ. په داسې حال کې، چې د افغانستان یا د پاکستان د امنیت لپاره په اړه یې هیڅ مسوولیت ته غاړه کېنښوده او له منلو څخه یې انکار وکړ.

مجاهد ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپل اصولي دریځ ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او په ورته وخت کې به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړي، چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د خپلواکۍ او امنیت پر ضد ګام پورته او یا ترې  ملاتړ وکړي.

هغه ويلي، چې د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او اسلامي امارت ورته د سولې او خیر نيت او هيله لري؛ خو د افغانستان د خلکو او خاورې دفاع خپله “ديني او ملي دنده” ګڼي او د هر ډول تېري پر وړاندې به له هېواد څخه دفاع وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!