لوبی

د کابل غوره لیګ له ډېرو منډو ډک پیل شو؛ پامیر سټارز بریا خپله کړه

دا ۲۰‌آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

Published

on

د کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ د شنبې پر ورځ( د زمري اووه‌لسمه ) په کابل کې پیل شو، پامیر سټارز د سیالۍ په لومړۍ لوبه کې شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا ۲۰‌آوریزه لوبه د ایوبي کرکټ په لوبغالي کې ترسره شوه. شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پامیر سټارز په ۲۰آورونو کې د ۶ لوبغاړو پر سوځېدا ۳۰۷ منډې وکړې؛ عبدالمالک په ۴۸ توپونو ۱۱۷ منډې او هارون خان ۵۹ منډې جوړې کړې.

شمشاد ایګلز هدف ته د رسېدو لپاره په ۲۰آورونو کې د ۷ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۱ منډې وکړې او له پامیر سټارز څخه یې د ۱۱۶ منډو پر توپیرماتې وخوړه. حیات الله ۵۵ او سمیع الله شینواري ۴۰ منډې جوړې کړې.

امیر ځاځي او وکیل احمد د پامیر سټارز لپاره دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول. په داسې حال کې، چې مسلم موسی او محمد ګل علیزي هم د شمشاد ایګلز لپاره دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

عبدالمالک د خپلې چټکې سلیزې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو؛ ځکه، نو پامیر سټار خپله لومړۍ بریا پر پرېکنده منډو پیل کړه.

د کابل غوره لیګ په سیالیو کې شپږ لوبډلې، پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر؛ لوبیږي. دا سیالۍ کورنیو لوبغاړو ته پر لوړه کچه د سیالۍ او خپلې وړتیا د ښودلو زمینه برابروي.

د ۲۰۲۶ز.کال کابل غوره لیګ ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرېږي، چې د افغانستان د کرکټ مینه‌وال یې پر زړه‌راکښونکې بڼه لیدلی شي.

 

Trending

Exit mobile version