تازه خبرونه
د کابل هوایي ډګر د اداره کولو په اړه له امریکا او قطر سره خبرې روانې دي – ترکیه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د امریکا او قطر پر مرسته له طالبانو سره د کابل هوایي ډګر د ادارې په اړه خبرې روانې ساتلي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، چې د کابل په هوایی ډګر کې امنیتي خوندیتوب اړینه مسله ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په کابل کې د ترکیې ۱۹ تخنیکي کارمندانو له قطري وګړیو سره د اړوند هوایي ډګر په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ترکیې ویلي، چې د خپل هېواد د امنیتي ډلې له شتون پرته به د کابل هوایي ډګر مسوول نه وي.
دغه راز ترکیې طالبانو ته ویلي، چې د هوایي ډګر په ماموریت کې به تر هغې برخه وانخلي، چې د دوی واحدونه د هوایي ډګر په امنیتي چارو کې ښکېل نشي.
کاووش اوغلو زیاته کړې؛ طالبان کولی شي له هوایي ډګر بهر امنیت ډاډمن کړي؛ خو دوی به دننه ډېر باوري میکانیزم ته اړتیا ولري.
هغه زیاته کړې؛ که طالبان د بهرنیو ځواکونو پر نشتون ټینګار کوي بیا؛ نو د کابل هوایي ډګر مدیریت به یوه خصوصي شرکت ته پریښودل شي.
طالب اړوند چارواکو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ناټو او امریکایي ځواکونو د تېرې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې او د پوره وتلو پرمهال یو شمېر پوځي، تخنیکي تجهیزات او الوتکې ویجاړې کړې وې.