Connect with us

تازه خبرونه

 د کابل په لویدیځ کې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

دا چاودنه د دشت برچي په سیمه کې شوې ده.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۲۲, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت ویاند آریانا نیوز ته تائید کړه؛ د یکشنبې پر ورځ مازیګر مهال د کابل په لویدیځ کې د یوه مرسیډیز ډوله موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له کبله یې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي.

دا چاودنه د دشت برچي په سیمه کې شوې ده.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ويلي، په دې پېښه کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي او یو بل کس وژل شوی دی.

هغه زياته کړې، چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.

تازه خبرونه

د منځنۍ آسیا استازو په قزاقستان کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.

Published

on

د منځنۍ آسیا د تماس دلې غړو هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په اړه په آستانه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه.

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر وضعیت یې د خبرو ترڅنګ د عملي همکارۍ لارې چارې هم وارزولې.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له کابل سره د ښکېلتیا او تعامل لپاره پر اړوند بېړنیو مسلو رغنده خبرو او عملي حل لارو موندلو د هېواد پر ژمنې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې خبرې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان له لارې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي دهلېزونو پراختیا او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو ارزونې راوڅرخېدې.

ګډونوالو ټینګار کړی؛ د منځنۍ آسیا هېوادونه باید همغږې هڅې وکړي، چې په افغانستان کې ثبات تضمین او دوامدار پرمختګ ته وده ورکړ شي.

ویل کیږي، چې د دغو هېوادونو ځانګړو استازو د سیمه‌ییز تماس ډلې په چوکاټ کې د منظمې سلا مشورې او کاري اړیکو پر دوام ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د نوي یونیفورم مخکتنه وکړه

 دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد د دفاعي ځواکونو نوې یونیفورم پېژندنې ته وړاندې کړ.

 دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.

په دې مراسمو کې، چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت، ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو او مسوولانو او د مرکزي قطعاتو قومندانانو په کې ګډون کړی و؛ د وسله‌والو ځواکونو په لیکو کې د نظم، انضباط او واحد هویت پر ارزښت ټینګار وشو.

محمد فصیح‌الدین «فطرت» په خپلو خبرو کې ویلي، چې نظامي یونیفورم د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځواکونو ترمنځ د ګډ هویت د رامنځته کولو لپاره وېشل کېږي او د هغې بشپړ مراعات د ټولو دفاعي ځواکونو لپاره بنسټیز اصل دی.

هغه زیاته کړې؛ نوی یونیفورم د وسله‌والو ځواکونو د یووالي او پیوستون نښه ده او هغه کسان، چې د پوځ لیکو ته داخلېږي باید د هېواد دفاع خپل مسوولیت او ژمنتیا وبولي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او سټراټېژیکو نشراتو رییس عنایت‌الله خوارزمی هم ټینګار کړی،  چې هر نظامي باید له ځواکمنې ارادې او لوړ فکر لرونکی وي؛ پوځي اصول او نظم مراعت کړي.

نوموړي ویلي، چې پوځیان باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده، ټینګ او خلکو ته له اخلاقو، مسوولیت‌پالنې او ښه چلند برخمن پاتې شي.

ویل کیږي، چې د دې نوي یونیفورم پېژندنه د هېواد د دفاعي ځواکونو د انسجام، انضباط او واحد هویت د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل او تاشکند د سټراټېژیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس سره د ازبکستانافغانستان د اړیکو په چوکاټ کې د ګډو اجنډاوو د پرمختګ لپاره د همکاریو پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار مرستیال جاولون وخابوف په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هغه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو او د سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو پر ځینو لارو چارو بحث وکړ او په دې اړه یې خپل اندونه وړاندې کړل.

د جاولون وخابوف د څرګندونو له مخې: دواړه لوري لېواله دي، چې خپلې اوږدمهالې سټراټېژیکې موخې په عملي او محسوسو نوښتونو بدلې کړي؛ داسې نوښتونه، چې وکولی شي د دواړو هېوادونو د ثبات پیاوړتیا، سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا او ګډو ګټو ته وده ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!