روغتيا

د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د تومور عملیات بریالي ترسره شول

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د عامه چارو او نشراتو مدیریت ويلي؛ د زړه د څانګوالو او متخصصینو له کتنې وروسته د زړه په ښي بطن (RA) کې د مایکزوما تومور (myxoma ) تشخیص او د زړه، سینې، انستیزي او د زړه د پمپ جراحۍ د څانګوالو ترمنځ پر همکارۍ بریالي عملیات ترسره شول.

Published

on

د کابل د شهید سردار محمد داوود خان روغتون جراحانو د یوه ناروغ د زړه پیچلي عملیات تر سره او  د زړه د مایکزوما تومور پر لرې کولو بریالي شول.

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د عامه چارو او نشراتو مدیریت ويلي؛ د زړه د څانګوالو او متخصصینو له کتنې وروسته د زړه په ښي بطن (RA) کې د مایکزوما تومور (myxoma ) تشخیص او د زړه، سینې، انستیزي او د زړه د پمپ جراحۍ د څانګوالو ترمنځ پر همکارۍ بریالي عملیات ترسره شول.

د دې روغتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د زړه له ښي دهلیز څخه د مایکزوما تومور له ایستلو وروسته د ناروغ روغتیايي حالت د ډاډ وړ او د ښه کېدو په حال کې دی.

ویل کیږي، چې د مایکزوما سرطاني ندی؛ خو تر دې دمه ګواښوونکې ناروغي ده.

Trending

Exit mobile version