روغتيا
د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د مغزي تومور بریالۍ جراحي ترسره شوه
(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۲)
ملي دفاع وزارت څرګنده کړی، چې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د مغزي تومور پېچلې جراحي عملیات بریالي ترسره شول.
دغه وزارت د جمعې پر ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې او څرګندوي، چې دا عملیات د داکتر محمد حسنصاحبي پر مشرۍ د عصبي جراحانو د یوې ډلې لخوا ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د ناروغ روغتیايي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.