تازه خبرونه
د کابل ښار د هوایي ډګر پر لوري یو شمېر توغندي توغول شوي
یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي؛ نن سهار د کابل پر نړیوال هوایي ډګر شاوخوا ۵ توغندي توغول شوي؛ خو د توغندیو د دفاعي سیستم له خوا شنډ او خنثی شوي دي.
دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې، چې توغندي د دوشنبې پر سهار د کابل پروخت توغول شوي دي؛ دا روښانه نده، چې ټول توغندي د دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي او کنه.
سرچینې ویلي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې امریکایانو تر دې دمه ځاني او مالي زیانونه په ګوته کړي ندي؛ خو دا معلومات ممکن بدلون ومومي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکایي هوایي ځواک د یکشنبې پر ورځ د کابل د ۱۵ حوزې په اړوند سیمه کې د خپلې څارګرې الوتکې پر مټ یو موټربم له داعشي ځانمرګي بریدګر سره وویشت، چې غوښتل یې پر هوایي ډګر برید وکړي.
دا اندېښنه مخ پر ډېرېدو ده، چې د داعش خراسان ډله به پر کابل هوایي ډګر نور بریدونه هم وکړي؛ ځکه، چې امریکایي سرتېري د اګست تر ۳۱ پورې د پاتې امریکایي وګړیو او تر خطر لاندې افغان همکارانو د ایستلو هڅې ګړندي کړې دي.
امریکایان له تېرو څو ورځو راپدیخوا خبرداری ورکوي، چې داعش جنګیالي غواړي پرهوایي ډګر توغندي وتوغوي؛ خو امریکا د دغو توغندیو د خنثی کولو تجربه په عراق کې تر لاسه کړې او د توغندیو دفاعي سیسټمونه یې لګولي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان مککنزي تېره اوونۍ ویلي: مونږ پوهیږو، چې د داعش خراسان ډله پر کابل هوایي ډګر د توغندیو د توغولو هڅه شوني کول غواړي.
هغه زیاته کړې؛ دمګړۍ یې مونږ پروړاندې خورا ښه او پیاوړی دفاعي سیسټم لرو.
ویل کیږي، چې دغه توغندي د ۱۵ امنیتي حوزې د خیرخانې د لب جر له اړوند سیمې د یوه موټر پر مټ د کابل هوايي ډګر پر لوري توغول شوي، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې ځینې یې د استوګنې په کورونو او کوڅو کې لګېدلي؛ خو په کابل هوایي ډګر کې د رادارو سیستم یو توغندی خنثی کړی دی.
تر دې دمه د مرګ و ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.