تازه خبرونه

د کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت د چارواکو او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت د مسوولانو ترمنځ په لیدنه کې د تړون د ټولو ژمنو د پلي کېدو ترڅنګ د دې پروژې د کاري بهیر پر چټکتیا هم ټینګار شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د دې کان د قرارداد د ځینو ژمنو د نه‌پلي کېدو او د دې پروژې د پرمختګ د بهیر په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د MCCT شرکت مسوولانو په دې ناسته کې ژمنه کړې، چې پاتې چارې به د قرارداد له مادو سره سم بشپړې کړي او د پروژې د کار بهیر به چټک کړي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر ټینګار کړی، چې قراردادي شرکت باید د قرارداد ټولې ژمنې او مکلفیتونه بشپړ پلي کړي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي.

د یادونې ده، چې د مس عینک پروژه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګه‌ونې یوه ستره پروژو ده، چې قرارداد یې له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.

Trending

Exit mobile version