تازه خبرونه
د کانونو وزارت چارسمبالي له ایراني پانګوالو څخه د پانګونې غوښتنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې د ګاونډ هېوادونو له تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي(سرپرست) په تهران کې د “ایران د کانونو نړیوال نندارتون” د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان اوسمهال باثباته دی او په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي د افغانستان د کانونو په استخراج کې د ګاونډ هېوادونو له تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
هدایت الله بدري د نندارتون د بېلابېلو برخو او د لیټیم پروسس کولو فابریکې پر لیدلو سربیره د ایران له خصوصي سکټور څخه هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
بدري د ایران د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره هم وکتل او پر اړوند برخو یې خبرې وکړې. دا بحث پر سروې، پراختیا او لابراتواري تدارکاتو راوڅرخېده او په اړه یې د تهران او کابل ترمنځ پخوانی تړون و.
دغه راز د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې بالاخره د دې تړون عملي کار پیل کولو لپاره دوه تخنیکي کمیټې جوړې شوې دي.
د اقتصاد وزارت ویلي، چې کابل غواړي له تهران سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او دا به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي.
د دې وزارت مسلکي مرستیال زیاته کړې، چې ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، ټرانسپورټ، انرژۍ او بېخبناوو په اړوند برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
عبداللطیف نظري وایي: “ایراني پانګوال په افغانستان کې د کانونو، ټرانسپورټ، انرژۍ او بېخبنايي سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري او اسلامي امارت په افغانستان کې له ایراني پانګوالو هرکلی کوي.”
د یادونې ده، چې اقتصادي کارپوهان ایران د افغانستان یو ښه اقتصادي او سوداګریز شریک ګڼي او ټینګار کوي، چې له هغه هېواد سره د اړیکو پراختیا کولی شي د کابل او تهران اقتصاد او سوداګرۍ ته ګټه ورسوي.
