تازه خبرونه

د کرونا وایرس له خوریدو سره مانچسټر یونایټیډ ۲۸ میلیون یورو زیانمن شوی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۳۹۹)

مانچسټر یونایټډ فوټبال کلب منلې، چې دغه کلب ته د کورونا ویروس له خوریدو راپدیخوا شاوخوا ۲۸ میلیون یورو مالي زیان رسیدلی او د نور زیان وېره یې هم شته.

د دغه انګلیسي کلب مالي مشر کلیف باټي منلې، چې دا کلب د تلویزیون خپرونکیو ته باید ۲۰ میلیون یورو ورکړي. ان که لوبې پدې پړاو کې بشپړې هم شي.

۸ میلیون نورې یورو د مارچ په وروستیو درې اوونیو کې د درې لوبو د ځنډیدو له کبله دې کلب ته زیان رسیدلی دی.

تر دې پړاوه د کورونا ویروس د خپریدو له کبله د کلب ۱۱ لوبې ځنډیدلي دي.

بی بی سی د کلیف باټي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د لوبو له لغوه کیدو او د کلب د ټولو پلورنځیو له تړل کیدو سره زمونږ د پلور کچه راټیټ شوې او د کلب عاید هم ورسره کم شوی.

هغه زیاته کړې، چې د لوبو عاید ؛ ځکه کم شوی، چې لوبې د تړلیو دروازو ترشا ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د انګلستان غوره لیګ ټاکل شوې لوبې به د جون پر لومړۍ نېټه بیا پیل شي.

Trending

Exit mobile version