کوید۱۹
د کرونا ویروس نړیوال بېړنی حالت پای ته ورسید
د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی، چې د ژوند او اقتصاد تر اغېزو او د میلیونونو خلکو له مړینې درې کاله وروسته؛ کرونا ویروس نور “نړیوال روغتیا بېړني حالت نهدی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ویلي، چې دې ویروس په نړۍ کې خپل ژور زخمونه پریښي او اوس د دې خبر اعلان د نمانځلو یوه شېبه ده.
دغه راز دې ټولنې حکومتونو ته هم خبرداری ورکړ، چې احتیاط وکړي او دا ویرس باید د نورو ساري ناروغیو تر څنګ تر ادارې او څارنې لاندې شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر هغو ساینس پوهانو ته هم درناوی وکړ، چې د کرونا پر وړاندې یې د مبارزې لپاره حیاتي واکسین جوړ کړي دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تیدروس ادهانوم ویلي، چې لږ تر لږه اووه میلیون خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي؛ خو د مړینې رښتینی شمېر شونی دی، چې ۲۰ میلیون کسانو ته نږدې وي.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د ویروس له کبله د مړنې شمېر د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ په اوونۍ کې له ۱۰۰ زره څخه ډېر و؛ خو د اپریل تر ۲۴ درې زره پېنځه ته راټیټ شوی دی.
نوموړی وایي: پرون بېړنۍ کمیتې د پېنځلسم ځل لپاره غونډه وکړه او ما ته یې مشوره راکړه، چې د عامې روغتیا بېړني حالت پای ته ورسوي. ما دا مشوره ومنله؛ نو پر بشپړ ډاډ څرګندوم، چې کرونا ویروس د نړیوال روغتیا بېړني حالت په توګه نور پای ته رسیدلی دی.
هغه زیاته کړې: دا پرېکړه د څه مودې لپاره په پام کې نیول شوې وه او د معلوماتو د بشپړې شننې له مخې په ډاګه شوه.
په هر حال تیدروس خبرداری ورکړی، چې د خبرتیا د لوړې کچې پورته کول د خطر پای ته د رسیدو معنا نهلري او څرګندوي، چې که شرایط بدل شي بېړنی حالت بېرته پیل کېدی شي.
