لوبی
د کرکت نړیوال جام په لړ کې افغانستان له نیوزیلنده ماتې وخوړه
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام په څلورمه لوبه کې د چارشنبې پv ورځ (د تلې ۲۶) د هند په چینای ښار کې له نیوزیلند ملي لوبډلې سره مخ شوه او د ۱۴۹ منډو پر توپیر یې ماتې وخوړه.
افغانستان په پيل کې پچه وګټله او د توپاچونې پرېکړه يې وکړه او په لومړۍ نيمايي کې نيوزيلند ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
نیوزیلند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړیو پر سوځیدو ۲۸۸ منډې جوړې کړې. پهدې حساب یې افغانستان ته ۲۸۹ نمرې هدف وټاکه.
افغان لوبډلې په ۳۵ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۹ منډې یې جوړې کړې؛ خو بریالی نهشو، چې ټاکل شوی هدف بوره کړي.
د توپاچونې په برخه کې د افغانستان پیل ښه نهو، د دې لوبډلې دوه لوبغاړي په لومړیو لس اورونو کې یوازې د ۲۸ منډو پر ترسره کولو وسوځېدل. افغان لوبډلې تر ۲۷ اوره یوازې ۱۰۷ نمرې واخیستې او څلور مهم لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. د افغانستان لوبډلې وروستي پېنځه لوبغاړي یوازې د ۱۴ نمرو پر ترلاسه کولو وسوځېدل.
د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم په سختو شرایطو کې له وسوځېد. هغه په دې لوبه کې یوازې ۸ نمرې واخیستې.
په دې لوبه کې رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اکرم علیخېل، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین حق او فضل الحق فاروقي ونډه لرله.
د نیوزیلند لوبغاړي دوون کانوی، ویل یانګ، راچین رویندرا، داریل میچل، تام لتهام، ګلن فیلیپس، مارک چپمن، مچل سانتنر، لاکی فرګوسن، مت هینري او ترینت بولت ولوبېدل.
د نیوزیلند ګلین فیلیپس د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نیوزیلند د دې لړۍ په تېرو درې لوبو کې بریا خپله کړې وه او لهه دې بریا سره اوس هم د لښتیلیک ( جدول ) په سر کې ده.
افغانستان په خپلو تېرو درې لوبو کې دوه بایللي او یوه یې له انګلستان څخه ګټلې ده.
نیوزیلند په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې له انګلستان څخه ماتې خوړلې وه؛ خو په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه.
په دې پړاو کې د افغانستان یوازنۍ بریا د انګلستان پر وړاندې ده، چې د دې جام دفاعي اتل و. دا بریا د انګلند لپاره یوه ټکان ورکوونکې وه او افغانستان ته یې ډېرې هیلې پر برخه کړې.
د افغانستان راتلونکې لوبه به د دوشنبې پر ورځ ( د لړم پر لومړۍ/ د اکتوبر پر ۲۳) د پاکستان پر وړاندې ترسره شي.
لوبی
د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوهیمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.
لوبی
د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.
دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.
لوبی
افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمهییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.
د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.
دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوالو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.
د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه3 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل
-
تازه خبرونه5 days agoپه بلخ او سمنګان کې زلزلې له ۵۰۰ څخه زیات کسان شهیدان او ټپیان کړل
-
تازه خبرونه4 days agoسعودي عربستان او بحرین د افغانستان د شمال له زلزله ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړه
