لوبی

د کرکت پخوانی نړیوال لوبڅار په ترافیکي پېښه کې مړ شو

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۹, ۱۴۰۱

د کرکت نړیوال پخوانی  لوبڅار رودي کویرتزن د سې شنبې پر ورځ د اسد اتلسمه په خپل هېواد جنوبي آفریقا کې له یوې ترافیکي پېښې له کبله مړ شو.

۷۳ کلن کویرتزن د اته کلونو لپاره د کرکت د نړیوالې شورا له غوره لوبڅارو څخه و د ۳۳۱ لوبو څارنه یې کړې؛ خو پاکستاني څارونکي حليم ډار ترې دا مقام تر لاسه کړ.

د  کرکت رسنیزې برخې ESPN د څرګندونو له مخې، حلیم ډار ویلي: دا لومړی د هغه کورنۍ او بیا د سویلي آفریقا او کرکت لپاره یوه لویه ضایعه ده.

هغه زیاته کړې: زه په ډېرو لوبو کې د هغه تر څنګ ولاړ وم. هغه نه یوازې یو ښه څارونکی و، بلکې یو ښه همکار هم و.

د کویرتزن زوی رسنیو ته ویلي، چې پلار یې له خپلو څو ملګرو سره د ګلف یوې سیالۍ ته تللی و.

کویرتزن کور ته پر لاره و، چې له ترافیکي پېښې سره مخ او مړ شو.

Trending

Exit mobile version