تازه خبرونه

د کمال خان او شورابک بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې

Published

on

د اوبو د تنظيم ملی ادارې چارواکو ویلي؛ له کلونو انتظار وروسته د نیمروز د کمال خان او د بد خشان د شورابک د اوبو بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې او د اوبو زیرمه کول یې روان دي.

د اوبو د تنظيم  ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د هېواد په سهیل او لویدیځ کې د دوه بندونو کارونه بشپړ شوي او په نږ دې راتلونکي کې به په رسمي بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 دوۍ زیاتوي، چې د کمال خان بند په افغانستان کې د اوبو د راګرزولو(مهارولو) یوه له اړینو پروژو څخه ده، چې  چارې  بشپړې شوي؛ لوړوالی یې ١٦ متره او د اوبو د زیرمې وړتیا یې ٥٢ میلیون مټرمکعبه ده، چې نږدې ۸۰ زره هکتاره ځمکه  به خړوبه  کړي.

د بد خشان د شورابک بند، چې ۷,۵ میګاواټه د برښنا تولیدي وړتیا لري ۱۵۰۰۰ کورنیو ته برښنا برابرولی او چارې یې بشپړې شوې دي.

د اوبو د تنظیم ملی ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وایي: د کمال خان بند او د شوورابک بندونو چارې  بشپړې شوې او نږ دې دوه سوه میلیونه ډالر پرې ولګېدل. د دې بندونو پرانستل به مو دهېواد په اقتصادي  وده او پراختیا کې خورا  مثبت اغېز ولري.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم افغان حکومت له دې هڅې هرکلی کوي  او زیاتوي، چې افغانستان د بندونو جوړولو په برخه کې ښه وړتیا لري او حکومت باید د بندونو د جوړولو لړۍ نوره  پراخه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش څرګنده کړې؛ د اوبو د تنظيم ادارې له هڅو هرکلی کوم. هېواد مو د اوبو د مهار لو او د انرژۍ د تولید لپاره خورا ښه وړتیا لري او باید د بندونو د جوو لو بهیر نور هم پراخ شي.

د خصوصي سکتور غړي هم  پدې باور دي، چې د هېواد د اقتصادي بحران د حل  یوازنۍ لار په هېواد کې د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو مدیریت او د برښنا تولید ته پاملرنه ده.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د دغې پروژې له پرانستل کیدو سره به د لسګونه زره هېوادوالو په ژوند کې مثبت اقتصادي  بدلونو نه رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version