تازه خبرونه
د کندهار – سپین بولدک د دوه یم سړک کار مخ پر بشپړېدو دی

د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي، چې د کندهار – سپين بولدک د دوه یم سړک د جوړولو کار مخ پر بشپړیدو دی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته پرانستل شي.
دغه سړک ۴۰ کیلو متره اوږدوالی لري او له یو میلیارډ افغانیو ډېرې پرې لګېدلي دي.
د سړک جوړونې دې پروژې په ټوله کې ۷۹ اعشاریه ۶ کیلو مټره اوږده درلود؛ لومړۍ برخه یې پخوا بشپړه شوې، چې ۳۹ اعشاریه ۶ کیلو مټره اوږدوالی لري.
دغه سړک د حکومت یوه اړینه پروژه ده؛ سویل لویدیځ ولایتونه د ډیورنډ په فرضي کرښه کې له چمن سره نښلوي، چې د سیمې د سوداګرۍ، ترانزیت او لرې پرتو سیمو په نښلولو کې بنسټیز ارزښت لري.
همدارنګه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړې؛ چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې د کاري فرصتونو د لوړولو او د قاچاق د مخنیوي لپاره افغانستان او ایران ته نږدې بازارونه جوړ کړي.
عمران خان ویلي؛ د دې بازارونو جوړول د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډو سیمو کې د مېشتو خلکو د هوساینې لپاره یو ډېر اړین کار دی.
د تېر ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د عمران خان حکومت د کاري فرصتونو او سولې د رامنځته کېدو لپاره د دغو بازارونو د جوړولو پرېکړه کړې وه.portunities and help curb smuggling.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
تازه خبرونه
د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست دوبۍ ته په اوونۍ کې له ۳ الوتنو خبر ورکړ
د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.

د خوست نړیوال هوایي ډګر ریاست ویلي، چې پخوا کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي امارات دوبۍ ښار ته هره اوونۍ دوه الوتنې کولې؛ خو اوس ياد هوایي شرکت یوه بله الوتنه هم د خپلو الوتنو په مهالوېش کې اضافه کړې ده.
د خوست ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ له دې وروسته به د کام ایر هوایي شرکت له خوست نړیوال هوایي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هره اوونۍ درې الوتنې ترسره کوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: هره یکشنبه، سېشنبه او پنجشنبه له خوست څخه دوبی ته او هره دوشنبه، چارشنبه او جمعه به له دوبۍ څخه خوست ولایت ته الوتنې ترسره کيږي.
ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکې کې به خوست ته له یو څو نورو هېوادونو سره هم د الوتنو شاهدان واوسو.
-
تازه خبرونه3 days ago
آریانا هوايي شرکت چین ته د اوونیزو الوتنو له زیاتېدا خبر ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران او امریکا له خبرو اترو وروسته د عمان سلطان مسکو ته سفر کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا نږدې یومیلیون افغان کډوال جبري ایستلي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
نړۍ4 days ago
په ټوله امریکا کې زرګونو لاریون کوونکو د ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
لوبی19 hours ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه